Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




شمېر 16:5 - Pakistani Yousafzai Pashto

5 او قورح او د هغۀ ملګرو ته يې وفرمائيل، ”مالِک خُدائ به سبا سحر مونږ ته وښائى چې څوک د هغۀ دى او څوک مقدس دى. او هغه به صِرف هغه کس خپل ځان ته نزدې پرېږدى چې کوم يې خوښ کړے وى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




شمېر 16:5
38 Iomraidhean Croise  

هغۀ خپل خِدمتګار موسىٰ ورولېږلو، او ورسره يې کوم چې هغۀ غوره کړے وو هارون ورولېږلو.


اے د هارون خاندانه په مالِک خُدائ باندې توکل کوئ، هغه ستاسو ډال دے او مدد کوى.


بختور دى هغوئ څوک چې تا په خپله غوره کړى دى، چې ستا په دربار کښې اوسيږى او خپل ځان ته دې نزدې کړى دى. مونږ به ستا د مقدس کور په نعمتونو ماړۀ کړې.


خپل ورور هارون او د هغۀ زامن، ندب، ابيهُو، اِلى‌عزر او اِتمر ځان له راوله. هغوئ د بنى اِسرائيلو د مينځ نه رابېل کړه، چې د اِمامانو په توګه زما خِدمت کوى.


دا جامې خپل ورور هارون او د هغۀ زامنو ته ورواغونده. بيا هغوئ مقرر کړه او هغوئ ما ته وقف کولو دپاره د زيتُونو په تېلو غوړ کړه، نو داسې به هغوئ د اِمامانو په توګه زما خِدمت وکړى.


هارون او د هغۀ زامن به خامخا همېشه دپاره دا اغوندى چې کله هغوئ زما په حضور کښې خېمې ته ننوځى يا چې په مقدس ځائ کښې د اِمامانو په توګه خِدمت کوى او قربان‌ګاه ته ورنزدې کيږى، ګنې د سَتر ځايونو بربنډولو په وجه به ګناهګار شى او وبه وژلے شى. د هارون او د هغۀ د اولاد دپاره به دا حُکم د همېشه دپاره وى.


د هغوئ مشر به د هغوئ د خپل قوم نه وى، او د هغوئ مشر به د هغوئ د خپلو خلقو نه وى. زۀ به هغه خپل ځان ته نزدې کړم او هغه به ما له راشى، ځکه چې څوک دا جرأت کولے شى چې نابللے راشى؟ دا د مالِک خُدائ فرمان دے.


لکه څنګه چې يو زمرے د اُردن د جاړو بوټو نه د څرن زمکې ته راځى او په ګډو ورټوپ کوى، نو دغه شان به زۀ ادوميان د هغوئ د خپل مُلک نه وشړم، او زۀ به د خپلې خوښې مشر په کښې مقرر کړم. نو هغه به په دوئ حکومت وکړى. څوک زما په شان کېدلے شى؟ او يو مشر به هم زما خلاف ونۀ دريږى.


لکه څنګه چې يو زمرے د اُردن د جاړو بوټو نه د څرن زمکې ته راځى او په ګډو ورټوپ کوى، نو دغه شان به زۀ د بابل خلق د خپل مُلک نه وشړم، او زۀ به د خپلې خوښى مشر په کښې مقرر کړم. نو هغه به په دوئ حکومت وکړى. څوک زما په شان کېدلے شى؟ او يو مشر به هم زما خلاف ونۀ دريږى.


او هغه کوټه د کومې مخه چې شمال خوا ته ده د هغه اِمامانو دپاره ده څوک چې د قربان‌ګاه مشران دى. او هغوئ د صدوق زامن دى، څوک چې د ليويانو د قبيلې يواځې هغه کسان دى چا ته چې د مالِک خُدائ په حضور کښې د خِدمت کولو اجازت ورکړے شوے دے.


تاسو به يو ځوان سخے د ګناه د نذرانې دپاره اِمامانو له ورکړئ، څوک چې ليويان دى او د صدوق د نسل نه دى، او څوک چې زما وړاندې خِدمت کوى، مالِک خُدائ دا فرمائى.


دا به د اِمامانو دپاره د زمکې مقدسه حِصه وى، څوک چې په مقدس کور کښې او د مالِک خُدائ په حضور کښې خِدمت کوى. دا به د هغوئ د کورونو دپاره ځائ وى او هم به د خُدائ د کور دپاره مقدس ځائ وى.


بيا موسىٰ هارون ته وفرمائيل، ”د مالِک خُدائ مطلب دا وو کله چې هغۀ وفرمائيل، هر څوک چې زما خِدمت کوى هغوئ دې خامخا زما د پاکوالى عزت کوى، زۀ به خپلو خلقو ته خپل جلال څرګند کړم.“ خو هارون غلے پاتې شو.


”هارون او د هغۀ زامن او د اِمامانو لِباس، د غوړولو تېل، د ګناه نذرانې دپاره سخے، دوه ګډان او د پتيرې روټۍ ټوکرۍ راوړه.


او بيا به تاسو د صادقانو او بدعملو په اَنجام کښې فرق وګورئ، او هم به تاسو د هغوئ اَنجام کښې فرق وګورئ څوک چې د خُدائ پاک خِدمت کوى او څوک يې چې نۀ کوى.“


هغوئ د موسىٰ او هارون په مخکښې رابېل شول او ورته يې ووئيل، ”تاسو د حد نه تېر شوى يئ. ټول قوم د مالِک خُدائ مقدس خلق دى او مالِک خُدائ زمونږ د ټولو مل دے. نو، موسىٰ، تۀ ولې د مالِک خُدائ د قوم نه ځان اوچت ګڼې؟“


سبا سحر تۀ او ستا ملګرى د اور وړلو لوښى واخلئ، بل سکارۀ په کښې واچوئ او په هغې باندې د خوشبويۍ مصالحې واچوئ او قربان‌ګاه ته يې يوسئ. بيا به مونږ وګورو چې زمونږ نه مالِک خُدائ څوک خوښ کړى دى. تاسو ليويان د حد نه تېر شوى يئ.“


بيا چې ما کوم سړے خوښ کړے وى نو د هغۀ امسا به زرغونه شى او زۀ به ستا خِلاف د بنى اِسرائيلو دا هر وخت غورېدل بند کړم.“


په ورپسې ورځ، کله چې موسىٰ خېمې ته دننه لاړو، نو هغۀ د هارون امسا وليده چې د ليوى قبيلې دپاره وه، هغه زرغونه شوې وه، دې غوټۍ او ګلونه کړى وُو او پاخۀ بادام يې نيولى وُو.


تاسو زۀ غوره کړے نۀ يم خو ما تاسو غوره کړى يئ او ما تاسو مقرر کړئ چې لاړ شئ او مېوه ونيسئ، هغه مېوه چې د تل ده. نو پلار به تاسو ته هر هغه څۀ درکړى څۀ چې تاسو زما په نوم د هغۀ نه وغواړئ.


د هغۀ آسمان ته د پورته کېدو تر ورځې پورې عيسىٰ د روحُ القُدس په وسيله خپلو غوره شوو رسولانو ته نور هدايات ورکړل.


بيا هغوئ دُعا وکړه او وې وئيل چې، ”اے مالِکه، تۀ د ټولو د زړونو نه خبر يې، مونږ ته دا وښايه چې په دوئ کښې تا کوم يو غوره کړے دے


کله چې هغوئ د مالِک عبادت کولو او روژه يې نيولې وه نو روحُ القُدس ورته وفرمائيل، ”برنباس او ساؤل زما د هغه کار دپاره منتخب کړئ د څۀ دپاره چې ما هغوئ رابللى دى.“


د اوږد بحث نه پس پطروس پاڅېدو او هغوئ ته يې مخ راواړولو او وې وئيل چې، ”اے زما وروڼو، تاسو په خپله خبر يئ چې په اولو ورځو کښې خُدائ پاک په تاسو کښې زۀ خوښ کړم چې غېر‌يهوديانو ته د زيرى کلام بيان کړم چې هغوئ ايمان راوړى.


هغۀ بيا ووئيل چې زمونږ د پلار نيکونو خُدائ پاک تۀ دې دپاره غوره کړې چې د هغۀ مرضى وپېژنې او د هغۀ صادق خادِم ووينې او د هغۀ آواز واورې.


خو اوس تاسو د عيسىٰ مسيح سره يو شوى يئ. تاسو يو وخت د خُدائ پاک نه لرى وئ، خو اوس د مسيح د وينې په وسيله د هغۀ سره نزدې شوى يئ.


خو بيا هم د خُدائ پاک بنياد مضبوط دے او په هغې دا ليکلى دى چې، ”مالِک خپل هغه خلق پېژنى،“ او، ”څوک چې د هغۀ دى د مالِک نوم اخلى، هغه دې د شرارت نه واوړى.“


ټولو سره د صُلح کوشش کوئ او د هغې پاکيزګۍ طلبګار اوسئ د کومې نه بغېر چې به هيڅوک مالِک ونۀ وينى.


هغۀ مونږ د خپل پلار خُدائ پاک د بادشاهت د خدمت دپاره اِمامان جوړ کړُو. د هغۀ جلالى قُدرت دې تل تر تله قائم وى. آمين.


ما د بنى اِسرائيلو د ټولو قبيلو نه د هغۀ خاندان خوښ کړو چې زما اِمامان شى، چې د قربان‌ګاه سره خِدمت کوى، خوشبوئى سوزوى او زما په حضور کښې پېش بند اغوندى. او چې په قربان‌ګاه باندې کومې نذرانې سوزولے شى نو د هغې د اخستلو حق مې ورله ورکړو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan