48 هغه د مړو او ژوندو په مينځ کښې ودرېدلو او تباهى بس شوه.
بيا هغۀ مالِک خُدائ ته يوه قربانګاه جوړه کړه او سوزېدونکې نذرانې او د سلامتۍ نذرانې يې پېش کړې. مالِک خُدائ د هغۀ سوال قبول کړو او په بنى اِسرائيلو کښې وبا بنده شوه.
خو فينحاس ورمينځ ته شو او مخ نيوے يې وکړو، نو بيا مرض راقابو شو.
نو هر يو کس خپل مجمر واخستلو، ژوندى سکارۀ او د خوشبويۍ مصالحه يې په کښې واچوله او د موسىٰ او هارون سره د خېمې د دروازې په خولۀ کښې ودرېدل.
بيا مالِک خُدائ يو اور راولېږلو او هغه دوه نيم سوه سړى يې وسوزول کومو چې خوشبوئى پېش کړې وه.
هارون ته چې څنګه وئيلے شوى وُو هم هغه شان يې وکړل، خپل د اور لوښے يې واخستلو او د راغونډو خلقو مينځ ته يې ورمنډه کړه. کله چې هغۀ وليدل چې تباهى شروع وه، نو هغۀ خوشبوئى په سکارو واچوله او د خلقو دپاره يې کفاره ادا کړه.
کوم خلق چې مړۀ شول هغوئ په شمېر کښې څوارلس زره او اووۀ سوه کسان وُو، دا د هغې نه علاوه وُو کوم چې د قورح په سرکشۍ کښې مړۀ شوى وُو.
د دې نه پس عيسىٰ هغه د خُدائ په کور کښې وليدو او ورته يې وفرمائيل، ”وګوره، تۀ ښۀ شوے يې. نوره ګناه مۀ کوه، چې د دې نه درته زيات تکليف پېښ نۀ شى.“
او چې د آسمان نه د هغۀ د زوئ د راتلو اِنتظار وکړئ څوک چې هغۀ د مړو نه بيا راژوندے کړے دے يعنې عيسىٰ، څوک چې به مونږ د راتلونکى غضب نه بچ کوى.
نو بيا ځکه تاسو په خپلو کښې يو بل ته د خپلو ګناهونو اِقرار وکړئ او د يو بل دپاره دُعا وغواړئ نو چې تاسو شفا ومومئ. د زړۀ نه د صادقه دُعا ډېر اثرناکه وى.