شمېر 16:46 - Pakistani Yousafzai Pashto46 او موسىٰ هارون ته وفرمائيل، ”خپل مجمر واخله، د قربانګاه نه په کښې ژوندى سکارۀ واچوه او په سکارو باندې لږه خوشبوئى واچوه. بيا خلقو له په منډه لاړ شه او د هغوئ دپاره کفاره ادا کړه. زر شه. مالِک خُدائ په قهر دے او تباهى د مخکښې نه شروع شوې ده.“ Faic an caibideil |
بيا موسىٰ هارون او د هغۀ زامنو اِلىعزر او اِتمر ته وفرمائيل، ”خپل وېښتۀ ببر مۀ ساتئ او نۀ چې خپلې جامې وشلوئ چې ښکاره کړئ چې په غم غمژن يئ. کۀ تاسو داسې وکړل، نو مړۀ به شئ. او مالِک خُدائ به ټول قوم ته په قهر شى. خو نورو بنى اِسرائيلو ته اجازت دے چې په دې غم غمژن شى کوم مرګ چې د مالِک خُدائ د اور په وجه شوے دے.