45 ”د دې خلقو نه لرې شه او زۀ سمدستى هغوئ تباه کوم.“ خو موسىٰ او هارون پړمخې پرېوتل،
بيا لوط هغه سړو له ورَغلو چې کومو ته يې لوڼه کوژدن شوې وې او ورته يې وفرمائيل، ”زر شئ او د دې ځائ نه ووځئ، مالِک خُدائ به دا ځائ تباه کوى.“ خو د هغوئ خيال دا وو چې هغه ټوقې کوى.
داؤد فرښته وليده چې پاس په هوا کښې ولاړه وه او تُوره يې د يروشلم تباه کولو دپاره په خپل لاس کښې نيولې وه. بيا داؤد او د خلقو مشران، چا چې د ټاټ جامې اغوستې وې هغه ټول لاندې ټيټ شول او په زمکه يې سجده ولګوله.
”خلقو ته ووايه چې د قورح، داتن او ابيرام د خېمو نه لاړ شى.“
هغۀ خلقو ته وفرمائيل، ”د دې خرابو سړو د خېمو نه لرې اوسئ او چې د هغوئ يو څيز له هم لاس ورنۀ وړئ. ګنې، د هغوئ د ټولو ګناهونو په وجه به تباه شئ.“
او مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل،
موسىٰ او هارون د خلقو نه لرې لاړل او د خېمې د دروازې په خولۀ کښې ودرېدل. هغوئ پړمخې د عبادت دپاره پرېوتل او د مالِک خُدائ د حضور جلال هغوئ ته راڅرګند شو.
هغه يو څو قدمه لاړو، پړمخې پرېوتو او دا دُعا يې وکړه چې، ”اے زما پلاره، کۀ کېدے شى نو دا د تکليف پياله زما نه اخوا کړه، زما مرضى نه بلکې ستا مرضى دې پوره شى.“