42 د هغې نه پس کله چې هغوئ ټول د موسىٰ او هارون خِلاف راغونډ شوى وُو، چې هغوئ د خېمې طرف ته وکتل نو وې ليدل چې وريځې خېمه پټه کړې وه او د مالِک خُدائ د حضور جلال راڅرګند شوے وو.
چې هارون څنګه د بنى اِسرائيلو ټول قوم ته دا خبره وکړه او چې هغوئ بيابان ته وکتل، ناڅاپى د مالِک خُدائ جلال په وريځو کښې راښکاره شو.
په سحر کښې به تاسو د مالِک خُدائ جلال ووينئ. مالِک خُدائ د خپل ځان خِلاف ستاسو غورېدل اورېدلى دى. مونږ هيڅ نۀ يُو چې تاسو زمونږ خِلاف غورېږئ.“
د مالِک خُدائ جلال په غرۀ باندې خور شو. بنى اِسرائيلو ته د مالِک خُدائ جلال داسې ښکارېدو لکه چې د غرۀ په سر باندې اور بل وى. شپږ ورځې وريځې غر پټ کړے وو او په اوومه ورځ مالِک خُدائ د وريځې د مينځ نه موسىٰ ته آواز وکړو.
موسىٰ او هارون د مالِک خُدائ مقدسې خېمې ته دننه لاړل او چې راووتل، نو د خلقو دپاره يې برکت وغوښتلو او د مالِک خُدائ جلال ټولو خلقو ته څرګند شو.
ټول قوم وئيل چې هغوئ به سنګسار کړى، خو ناڅاپه خلقو وليدل چې د مالِک خُدائ د حضور جلال د خېمې دپاسه راڅرګند شو.
بيا قورح ټول قوم راغونډ کړو او هغوئ د خېمې د دروازې په خولۀ کښې موسىٰ او هارون ته مخامخ ودرېدل. ناڅاپه د مالِک خُدائ د حضور جلال ټول قوم ته راڅرګند شو،
موسىٰ او هارون لاړل او د خېمې په مخکښې ودرېدل،
چرته چې هغوئ خېمې لګولې وې هلته اوبۀ نۀ وې، نو خلق په موسىٰ او هارون باندې راغونډ شول
موسىٰ او هارون د خلقو نه لرې لاړل او د خېمې د دروازې په خولۀ کښې ودرېدل. هغوئ پړمخې د عبادت دپاره پرېوتل او د مالِک خُدائ د حضور جلال هغوئ ته راڅرګند شو.