39 نو اِلىعزر اِمام د اور لوښى واخستل او د ټکولو دپاره يې ورکړل، د قربانګاه د پټولو د سر دپاره نرى نرى پترى ترې نه جوړ کړے شول.
ندب او ابيهُو د خپل پلار د مرګ نه مخکښې مړۀ شول او د هغوئ اولاد نۀ وو، نو د هغوئ وروڼه اِلىعزر او اِتمر اِمامان شول.
دا دې دپاره چې د عُزياه مخه ونيسى. هغوئ ووئيل، ”عُزياه، تۀ دا حق نۀ لرې چې مالِک خُدائ ته خوشبوئى وسوزوى. صِرف د هارون د اولاد اِمامان د دې کار دپاره مخصوص دى. د دې مقدس ځائ نه ووځه ځکه چې تا ګناه کړې ده او مالِک خُدائ به نور ستا عزت نۀ کوى.“
کله چې دا لوښى د مالِک خُدائ په قربانګاه باندې پېش کېدل نو مقدس شول. نو د دې سړو د اور لوښى واخله کوم چې د خپلې ګناه په وجه مړۀ شوى دى، وې ټکوه نرى نرى پترى شان ترې نه جوړ کړه او د قربانګاه پټولو دپاره سر ترې نه جوړ کړه. دا به د بنى اِسرائيلو دپاره د خبردارۍ يوه نښه وى.“
دا د بنى اِسرائيلو دپاره يو خبردارے وو چې څوک د هارون اولاد نۀ وى نو بل غېر سړے به قربانګاه ته نزدې نۀ راځى د دې دپاره چې مالِک خُدائ ته خوشبوئى وسوزوى. ګنې هغه به د قورح او د هغۀ د سړو په شان تباه شى. دا هر څۀ هم هغه شان وشول چې څنګه مالِک خُدائ اِلىعزر له د موسىٰ په ذريعه حُکم ورکړے وو.