Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




شمېر 16:38 - Pakistani Yousafzai Pashto

38 کله چې دا لوښى د مالِک خُدائ په قربان‌ګاه باندې پېش کېدل نو مقدس شول. نو د دې سړو د اور لوښى واخله کوم چې د خپلې ګناه په وجه مړۀ شوى دى، وې ټکوه نرى نرى پترى شان ترې نه جوړ کړه او د قربان‌ګاه پټولو دپاره سر ترې نه جوړ کړه. دا به د بنى اِسرائيلو دپاره د خبردارۍ يوه نښه وى.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




شمېر 16:38
14 Iomraidhean Croise  

بيا سليمان د مالِک خُدائ په نوم يو پوخ لوظ وکړو، ”کۀ ما ادونياه ژوندے پرېښودو نو خُدائ پاک دې ما ووژنى.


خو دغه شان خلق د خپل ځان دپاره دام خوروى، داسې دام چې هغوئ به په خپله په کښې تباه شى.


د بادشاه غصه لکه د زمرى د غړمبېدو په شان وى، هر هغه څوک چې دے غصه کړى نو خپل ژوند په خطره کښې اچوى.


خو څوک چې ما نۀ حاصلوى خپل ځان ته نقصان ورکوى، هر څوک چې زما نه نفرت کوى نو هغه د مرګ سره مينه کوى.“


نو اوس مالِک خُدائ ربُ الافواج د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک فرمائى چې زۀ تاسو نه تپوس کوم چې، تاسو ولې خپل ځانونه تباه کوئ؟ په تاسو کښې به نۀ نارينه، نۀ زنانه، نۀ ماشومان او نۀ تې خوړونکى هيڅوک هم ژوندى پاتې نۀ شى څوک چې دلته د يهوداه نه راغلى يئ.


زۀ به د داسې کس مخالفت کوم او نورو خلقو ته به يې د خندا مثال جوړ کړم. او زۀ به هغه د خپل قوميت نه وباسم. نو بيا به تاسو په دې پوهه شئ چې زۀ مالِک خُدائ يم.


تاسو د ډېرو خلقو د تباهۍ منصوبه جوړه کړه، په دې طريقه تاسو خپل قوم وشرمولو او خپل ژوند مو په کښې تباه کړو.


”د هارون اِمام زوئ اِلى‌عزر ته ووايه چې کوم سړى سوزېدلى دى چې د هغوئ د اور لوښى لرې کړى او هغه سکارۀ دې د اور لوښو نه لږ لرې وولى، ځکه چې د اور لوښى مقدس دى.


نو اِلى‌عزر اِمام د اور لوښى واخستل او د ټکولو دپاره يې ورکړل، د قربان‌ګاه د پټولو د سر دپاره نرى نرى پترى ترې نه جوړ کړے شول.


دا د بنى اِسرائيلو دپاره يو خبردارے وو چې څوک د هارون اولاد نۀ وى نو بل غېر سړے به قربان‌ګاه ته نزدې نۀ راځى د دې دپاره چې مالِک خُدائ ته خوشبوئى وسوزوى. ګنې هغه به د قورح او د هغۀ د سړو په شان تباه شى. دا هر څۀ هم هغه شان وشول چې څنګه مالِک خُدائ اِلى‌عزر له د موسىٰ په ذريعه حُکم ورکړے وو.


مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ”د هارون امسا واپس د لوظ صندوق په مخکښې کېږده. باغيانو بنى اِسرائيلو ته به دا د نښې په توګه کېښودلے شى، کۀ د هغوئ غورېدل بند نۀ شى نو هغوئ به مړۀ شى.“


نو زمکه وچاودله او هغوئ يې تېر کړل او کله چې اور دوه نيم سوه سړى تباه کول نو هغوئ هم د قورح او د هغۀ د ملګرو سره مړۀ شول، دا د خلقو دپاره د خبردارۍ يوه نښه شوه.


په هغوئ دا خبرې زمونږ د عبرت دپاره راغلې وې او زمونږ د آخرى زمانې خلقو ته د نصيحت دپاره وليکلے شوې.


او هغۀ د سدوم او عموره ښارونه تباه کړل او وې سيزل او ايره يې کړل، او د راتلونکې زمانې د بې‌دينو دپاره يې د عبرت مقام وګرځولو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan