37 ”د هارون اِمام زوئ اِلىعزر ته ووايه چې کوم سړى سوزېدلى دى چې د هغوئ د اور لوښى لرې کړى او هغه سکارۀ دې د اور لوښو نه لږ لرې وولى، ځکه چې د اور لوښى مقدس دى.
کوم څيز چې مالِک خُدائ ته بغېر د څۀ شرط نه وقف شوے وى، نو هيڅ څوک به دا نۀ خرڅولے شى او نۀ به يې واپس اخستلے شى، کۀ هغه بنى آدم، ځناور، يا زمکه وى، دا به د همېشه دپاره د مالِک خُدائ وى.
نو هر يو کس خپل مجمر واخستلو، ژوندى سکارۀ او د خوشبويۍ مصالحه يې په کښې واچوله او د موسىٰ او هارون سره د خېمې د دروازې په خولۀ کښې ودرېدل.
بيا مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل،
کله چې دا لوښى د مالِک خُدائ په قربانګاه باندې پېش کېدل نو مقدس شول. نو د دې سړو د اور لوښى واخله کوم چې د خپلې ګناه په وجه مړۀ شوى دى، وې ټکوه نرى نرى پترى شان ترې نه جوړ کړه او د قربانګاه پټولو دپاره سر ترې نه جوړ کړه. دا به د بنى اِسرائيلو دپاره د خبردارۍ يوه نښه وى.“