35 بيا مالِک خُدائ يو اور راولېږلو او هغه دوه نيم سوه سړى يې وسوزول کومو چې خوشبوئى پېش کړې وه.
او د دوئ د نورو مريدانو په مينځ کښې اور بل شو، او د اور په لمبې سره نور بدعمله تباه شُو.
زمونږ خُدائ به راشى او خاموشه به نۀ وى سوزېدونکے اور به ترې نه مخکښې او سخت طوفان به ترې چاپېره وى
د بنى اِسرائيل د قوم اويا مشران هلته ولاړ وُو، او د هغوئ په مينځ کښې يازنياه د سافن زوئ هم ولاړ وو. او د هر يو مشر په لاس کښې د خوشبو سوزولو مجمر وو او ترې نه د خوشبو د لوګو لوخړې ختلې.
نو ناڅاپه مالِک خُدائ اور راولېږلو او دې اور هلته د مالِک خُدائ په حضور کښې هغوئ وسوزول او مړۀ شول.
ستاسو هر يو کس به خپل مجمر واخلى، د خوشبويۍ مصالحه به په کښې واچوى او بيا به يې په قربانګاه باندې پېش کړى.“
هلته چې څومره اِسرائيليان وُو هغوئ چې کله د هغوئ ژړا واورېدله نو هغوئ وتښتېدل. هغوئ چغې وهلې، ”تښتئ. زمکه به مونږ هم تېر کړى.“
بيا مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل،
کوم خلق چې مړۀ شول هغوئ په شمېر کښې څوارلس زره او اووۀ سوه کسان وُو، دا د هغې نه علاوه وُو کوم چې د قورح په سرکشۍ کښې مړۀ شوى وُو.
نو زمکه وچاودله او هغوئ يې تېر کړل او کله چې اور دوه نيم سوه سړى تباه کول نو هغوئ هم د قورح او د هغۀ د ملګرو سره مړۀ شول، دا د خلقو دپاره د خبردارۍ يوه نښه شوه.
خو ندب او ابيهُو هغه وخت ووژلے شول چې کله هغوئ د سينا په بيابان کښې مالِک خُدائ ته هغه اور پېش کولو چې د هغې اجازت نۀ وو. د هغوئ هيڅ اولاد نۀ وو، نو اِلىعزر او اِتمر د خپل پلار هارون په ژوندون کښې د اِمامانو په توګه خِدمت کولو.
کۀ څوک دوئ ته نقصان رسول غواړى نو د دوئ د خولې نه اور راوځى او د دوئ دشمنان به وسوزوى او دغه شان به هر هغه څوک چې دوئ ته نقصان رسول غواړى، نو هغوئ به په دې طريقه مړۀ کړے شى