Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




شمېر 16:32 - Pakistani Yousafzai Pashto

32 هغوئ يې تېر کړل، د هغوئ خاندان، سره د قورح د ټولو ملګرو او چې هغوئ څۀ لرل هغه يې هم تېر کړل.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




شمېر 16:32
21 Iomraidhean Croise  

په تا دې لعنت وى. او د زمکې کَرل رېبل دې په تا نور بند وى ځکه چې تا خپل ورور ووژلو او د هغۀ وينه دې په زمکه باندې توئ کړه.


دا نسل په نسل د قُهات اولاد دے: عمى‌نداب، قورح، اسير،


تحت، اسير، ابى‌آسف، قورح،


نو په دې وجه زمکه په مينځ وچاوده او داتن يې تير کړو، او ابيرام يې هم سره د نورو دوستانو تير کړو.


لکه څنګه چې د زمکې په قلبې سره کاڼى برسيره شى، نو دغه شان به زمونږ هډُوکى د قبر په خولۀ کښې خوارۀ وارۀ پراتۀ وى.


ستا د اوسېدو ځائ څومره ښکلے دے، اے مالِکه ربُ الافواجه خُدايه،


اے مالِکه خُدايه، تا خپل برکت په خپل مُلک باندې وکړو، او تا دوباره د يعقوب خوش قسمتى بحال کړه.


اے مالِکه خُدايه، زما خلاصونکى پاکه خُدايه، شپه او ورځ ستا په وړاندې ژړا کوم.


زمکه به وچوى، خوځيږى به او زنګيږى به.


تورو خاورو هغوئ ته خپله خولۀ کولاو نيولې ده دپاره د دې چې د يروشلم غټ خلق او عوام، مست او شور جوړونکى خلق به ژوندى تېر کړى.


ستاسو هر يو کس به خپل مجمر واخلى، د خوشبويۍ مصالحه به په کښې واچوى او بيا به يې په قربان‌ګاه باندې پېش کړى.“


خو کۀ مالِک خُدائ يو لوئ عجيبه کار وکړى او زمکه وشليږى او هغوئ تېر کړى، چې هغوئ قبر ته ژوندى لاړ شى، نو تاسو ته به پته ولګى چې دې سړو د مالِک خُدائ سپکاوے کړے دے.“


هغۀ چې څنګه خبرې ختمې کړې، نو د داتن او ابيرام لاندې زمکه وشلېدله،


نو هغوئ قبر ته ژوندى لاندې لاړل، سره د هغه هر څۀ چې هغوئ لرل. زمکه په هغوئ باندې رابنده شوه او هغوئ فنا شول.


کوم خلق چې مړۀ شول هغوئ په شمېر کښې څوارلس زره او اووۀ سوه کسان وُو، دا د هغې نه علاوه وُو کوم چې د قورح په سرکشۍ کښې مړۀ شوى وُو.


نو زمکه وچاودله او هغوئ يې تېر کړل او کله چې اور دوه نيم سوه سړى تباه کول نو هغوئ هم د قورح او د هغۀ د ملګرو سره مړۀ شول، دا د خلقو دپاره د خبردارۍ يوه نښه شوه.


خو د قورح اولاد نۀ وو وژلے شوے.


”زمونږ پلار په صحرا کښې مړ شو، د هغۀ زامن نشته، خو هغه د قورح د قبيلې نه نۀ وو، چا چې د مالِک خُدائ خِلاف بغاوت کړے وو، هغه د خپلې ګناه په وجه مړ شوے وو.


”قُهاتيان مۀ پرېږدئ


هغه راياد کړئ چې د روبين قبيلې د اِلياب د زامنو، داتن او ابيرام سره يې څۀ وکړل. د ټولو په مخکښې زمکه وچاوده او هغوئ يې سره د خپلو کورَنو، د خپلو خېمو او د هغوئ د ټولو نوکرانو او ځناورو تېر کړل.


خو زمکې د ښځې مدد وکړو، او د اژدها د خولې هغه سېلاب يې تېر کړو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan