31 هغۀ چې څنګه خبرې ختمې کړې، نو د داتن او ابيرام لاندې زمکه وشلېدله،
زمکه به وچوى، خوځيږى به او زنګيږى به.
خو کۀ مالِک خُدائ يو لوئ عجيبه کار وکړى او زمکه وشليږى او هغوئ تېر کړى، چې هغوئ قبر ته ژوندى لاړ شى، نو تاسو ته به پته ولګى چې دې سړو د مالِک خُدائ سپکاوے کړے دے.“
هغوئ يې تېر کړل، د هغوئ خاندان، سره د قورح د ټولو ملګرو او چې هغوئ څۀ لرل هغه يې هم تېر کړل.
او هغوئ وغورېدل چې، ”دا به ښۀ وے چې مونږ د خپلو بنى اِسرائيلو سره د مالِک خُدائ د خېمې په مخکښې مړۀ شوى وے.
”زمونږ پلار په صحرا کښې مړ شو، د هغۀ زامن نشته، خو هغه د قورح د قبيلې نه نۀ وو، چا چې د مالِک خُدائ خِلاف بغاوت کړے وو، هغه د خپلې ګناه په وجه مړ شوے وو.
هغه راياد کړئ چې د روبين قبيلې د اِلياب د زامنو، داتن او ابيرام سره يې څۀ وکړل. د ټولو په مخکښې زمکه وچاوده او هغوئ يې سره د خپلو کورَنو، د خپلو خېمو او د هغوئ د ټولو نوکرانو او ځناورو تېر کړل.
په هغوئ افسوس دے، ځکه چې هغوئ د قائِن لار خپله کړه، او هغوئ د ګټې دپاره بلعام په شان ګمراه شول، او هغوئ د قورح په شان مخالفت وکړو او د هغۀ په شان هلاک شول.