Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




شمېر 16:30 - Pakistani Yousafzai Pashto

30 خو کۀ مالِک خُدائ يو لوئ عجيبه کار وکړى او زمکه وشليږى او هغوئ تېر کړى، چې هغوئ قبر ته ژوندى لاړ شى، نو تاسو ته به پته ولګى چې دې سړو د مالِک خُدائ سپکاوے کړے دے.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




شمېر 16:30
12 Iomraidhean Croise  

پاس په آسمان کښې خُدائ پاک به زما دپاره څۀ کوى، او په قادر خُدائ کښې به زما ميراث څۀ وى؟


افت په ګناهګارو خلقو نۀ راغورزيږى څۀ، او مصيبت په هغه خلقو چې څوک بدعمله وى؟


کله چې هغوئ زمونږ خلاف سخت په قهر وُو، نو دوئ به مونږ ژوندى تير کړى وُو.


زما دشمنان دې ناګهانه مړۀ شى، هغوئ دې په قبر کښې ژوندى ورښخ شى، ځکه چې شرارت د دوئ په زړونو کښې وردننه شوے دے.


مالِک خُدائ به داسې راپاڅى لکه څنګه چې هغه د پراضيم په غر باندې فلستيانو پسې راپاڅېدلے وو. او څنګه يې چې د جبعون په وادۍ کښې اموريانو باندې حمله کړې وه داسې به په تاسو هم حمله وکړى. او چې کوم کارونه به هغه کوى نو هغه به عجيبه وى. او د هغۀ هر قدم به فرق فرق وى.


زۀ چې کوم نوى کارونه کوم نو هغې ته ګورئ. هغه اوس شروع کېدو والا دى، تاسو يې نۀ وينئ څۀ؟ زۀ به په بيابان کښې يوه لار جوړه کړم او هلته به د اوبو نِهرونه جوړ کړم.


زۀ هغه ذات يم چا چې زمکه پېدا کړه، ما بنى آدم پېدا کړل چې هلته اوسيږى. ما د خپل طاقت په ذريعه آسمانونه خوارۀ کړل، او هم ما په آسمان کښې ټول ستورى جوړ کړل.


زۀ رڼا او تيارۀ دواړه پېدا کوم، سلامتى او بربادى دواړه زۀ راولم. زۀ، مالِک خُدائ دا هر څۀ کوم.


اے زما بې‌وفا لورې، تۀ به ترڅو پورې سرګردانه ګرځې؟ مالِک خُدائ به يو نوے کار وکړى او هغه دا دے چې بنى اِسرائيل به خپل مالِک خُدائ ته غاړه ورکړى.“


پس د دې نه دې د بل يو مُلک ونه هم په خپله دومره کبر نۀ کوى اګر چې سر يې د وريځو نه اوچت شوے هم وى او جرړې يې اوبو ته رسېدلې دى، ځکه چې هغه ټولې د مرګ خوا ته روانې دى، يعنې د فانى انسانانو سره لاندې قبر ته، د هغوئ سره څوک چې لاندې قبر ته روان دى.


هغۀ چې څنګه خبرې ختمې کړې، نو د داتن او ابيرام لاندې زمکه وشلېدله،


نو هغوئ قبر ته ژوندى لاندې لاړل، سره د هغه هر څۀ چې هغوئ لرل. زمکه په هغوئ باندې رابنده شوه او هغوئ فنا شول.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan