28 موسىٰ خلقو ته وفرمائيل، ”نو داسې به تاسو ته پته ولګى چې مالِک خُدائ زۀ د دې دپاره رالېږلے يم چې دا ټول کارونه وکړم او چې ما څۀ هم کړى دى نو هغه مې د ځان نه نۀ دى کړى.
د مازيګر نذرانې په وخت کښې الياس پېغمبر قربانګاه ته نزدې شو او سوال يې وکړو، ”اے مالِکه خُدايه، د اِبراهيم، اِسحاق او د يعقوب خُدايه پاکه، نن دا ثابِته کړه چې تۀ د اِسرائيل خُدائ پاک يې او زۀ ستا خِدمت کوونکے يم او دا هر څۀ ما ستا په حُکم کړى دى.
خُدائ پاک ورته وفرمائيل، ”زۀ به ستا مل يم او چې تۀ کله دا خلق د مِصر نه بهر بوځې، نو تۀ به په دې غر دپاسه زما عبادت وکړې. هغه به د دې ثبوت وى چې تۀ ما لېږلے يې.“
نو اوس لاړ شه. زۀ به ستا د خولې نه خبرې کوم او زۀ به تا ته وښايم چې څۀ به وائې.“
تۀ به هغۀ ته هغه خبرې وښائې چې کومې به کوى. زۀ به ستاسو دواړو په خبرو کښې مدد وکړم او زۀ به تاسو دواړو ته ووايم چې څۀ به کوئ.
”کله چې فِرعون تاسو ته ووائى چې تاسو يوه معجزه ښکاره کړئ، نو هارون ته ووايه چې خپله امسا راواخلى او د فِرعون په مخکښې يې وغورزوى، نو يو مار به ترې نه جوړ شى.“
مالِک خُدائ ربُ الافواج خپلو خلقو ته فرمائى چې، ”دا نبيان چې تاسو ته کومه پېشګوئې کوى د هغوئ خبرو ته غوږ مۀ نيسئ، هغوئ تاسو د دروغو په اُميدونو سره ډکوى. هغوئ تاسو ته د مالِک خُدائ پېغام نۀ درکوى خو صرف د خپل سوچ او زړۀ نه تاسو ته رويا پېش کوى.
”اوس اے بنى آدمه، خپل مخ دې د دې ښځو په خلاف راواړوه څوک چې د خپلې خېټې نه نبوت کوى. د هغوئ خلاف نبوت وکړه.
په يقين سره به زۀ خپل لاس د هغوئ خلاف راوچت کړم نو د هغوئ غلامان به هغوئ لوټ کړى. بيا به تاسو په دې پوهه شئ چې زۀ مالِک خُدائ ربُ الافواج رالېږلے يم.
”د زرُبابل لاسونو د خُدائ د کور بنياد کېښودو، هم د دۀ لاسونه به يې مکمل کړى. بيا به تاسو ته پته ولګى چې مالِک خُدائ ربُ الافواج زۀ تاسو ته رالېږلے يم.
کۀ تۀ ما له ستا په محل کښې ټول سرۀ زر او سپين زر هم راکړې، نو زۀ د ځان نه څۀ ښۀ يا بد نۀ شم کولے، څۀ چې ما ته مالِک خُدائ فرمائى نو زۀ به صِرف هغه کوم، زۀ د مالِک خُدائ د حُکم نافرمانى نۀ شم کولے.“
ما ته پته ده چې تۀ همېشه زما اورې، خو ما د دې حاضرو خلقو دپاره سوال وکړو نو چې د دوئ دا باور وشى چې زۀ تا رالېږلے يم.“
په ما يقين وکړئ چې زۀ پلار کښې يم او پلار په ما کښې دے خو کۀ په ما يقين نۀ کوئ، نو بيا په ما د دې کارونو په وجه باور وکړئ.
زۀ په خپله هيڅ نۀ شم کولے. څنګه چې خُدائ پاک ما ته فرمائى زۀ هم هغسې فېصله کوم او زما فېصله درسته وى ځکه چې زۀ خپله مرضى نه بلکې د هغه چا مرضى پوره کوم چا چې زۀ رالېږلے يم.
خو زۀ د يحيىٰ د ګواهۍ نه لويه ګواهى لرم. هغه کارونه چې زما پلار ما ته حواله کړى وُو چې زۀ يې سر ته ورسوم، يعنې هم هغه کارونه چې زۀ يې کوم، دا زما ګواهى ورکوى چې پلار زۀ رالېږلے يم.
ځکه چې زۀ د آسمان نه د خپلې رضا پوره کولو دپاره نۀ يم راکوز شوے بلکې د هغۀ د رضا پوره کولو دپاره چا چې زۀ رالېږلے يم.
کۀ يو پېغمبر د مالِک خُدائ په نوم خبرې وکړى او چې کومه خبره يې کړې وى او رښتيا نۀ شى، نو بيا دا د مالِک خُدائ پېغام نۀ دے. هغه پېغمبر په خپل اختيار خبرې کړې دى او تاسو له په کار دى چې د هغۀ نه ونۀ يرېږئ.