Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




شمېر 16:27 - Pakistani Yousafzai Pashto

27 نو هغوئ د قورح، داتن او د ابيرام د خېمو نه لاړل. داتن او ابيرام بهر راوتلى وُو او د خپلو خېمو د دروازو په خُلو کښې، د خپلو ښځو سره، د خپلو بچو او د خپلو وړو ماشومانو سره ولاړ وُو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




شمېر 16:27
9 Iomraidhean Croise  

ځکه چې هغه زورَور او د حِکمت خاوند دے او څوک هم چې د هغۀ مخالفت کوى نو نقصان به اوچتوى.


چې کله به هم موسىٰ هلته تللو، نو خلق به پاڅېدل او د خپلو خېمو په خولۀ کښې ودرېدل او موسىٰ ته به يې تر هغې پورې کتل چې ورننه به وتلو.


غرور انسان د تباهۍ طرف ته بوځى، او د راپرېوتلو نه وړاندې تکبر راځى.


د تباهۍ نه وړاندې د انسان زړۀ کښې کبر وى، خو د عزت نه وړاندې عاجزى راځى.


نو اے ګستاخه کسانو څوک چې په يروشلم کښې په دې خلقو باندې حکومت کوئ، اوس چې څۀ مالِک خُدائ فرمائى نو هغې ته غوږ ونيسئ.


د اِضهار زوئ قورح، چې د قُهاتيانو د قبيلې ليوے وو، هغۀ د موسىٰ د مشرۍ خِلاف بغاوت وکړو. د روبين قبيلې نه يې درې سړى رابېل کړل، داتن، ابيرام، چې د اِلياب زامن وُو او اُون چې د پلت زوئ وو او ورسره دوه نيم سوه نور اِسرائيليان هم وُو، دا مشهور مشران چې قوم خوښ کړى وُو.


خو د قورح اولاد نۀ وو وژلے شوے.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan