Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




شمېر 16:26 - Pakistani Yousafzai Pashto

26 هغۀ خلقو ته وفرمائيل، ”د دې خرابو سړو د خېمو نه لرې اوسئ او چې د هغوئ يو څيز له هم لاس ورنۀ وړئ. ګنې، د هغوئ د ټولو ګناهونو په وجه به تباه شئ.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




شمېر 16:26
13 Iomraidhean Croise  

بيا يوې فرښتې وفرمائيل، ”وتښتئ چې ژوندى پاتې شئ، په شا مۀ ګورئ او په مېدان کښې مۀ پاتې کېږئ. غرونو ته منډه کړئ، نو داسې به تاسو د مرګ نه بچ شئ.“


ځئ، ځئ، د دغه ځائ نه ځئ. چې يو ناپاک څيز له هم لاس ورنۀ وړئ، څوک چې د مالِک خُدائ د کور سامان وړى تاسو خپل ځانونه پاک وساتئ او لاړ شئ.


د بابل نه وتښتئ، د خپل ژوند د بچ کولو دپاره منډه ووهئ، د هغۀ د ګناهونو په وجه خپل ځان مۀ مړ کوئ. دا د مالِک خُدائ د انتقام وخت دے، هغه به ورته پوره بدل ورکړى د کوم چې بابل حقدار وى.


بيا موسىٰ داتن او ابيرام له روان شو او د بنى اِسرائيلو مشران هم ورسره شول.


خو کۀ چرې څوک تاسو قبول نۀ کړى او غوږ درته ونۀ نيسى نو چې کله تاسو هغه کور يا ښار پرېږدئ نو د خپلو پښو نه دوړې وڅنډئ.


نو هغوئ د احتجاج په طور د خپلو پښو نه د هغوئ خلاف دوړه وڅنډله او اِکونيوم ته لاړل.


خو پطروس جواب ورکړو، ”ستا پېسې دې تا سره غرقې شى ځکه چې ستا دا خيال دے چې د خُدائ پاک نعمتونه په بيعه اخستل کيږى.


دې دپاره مالِک فرمائى چې، ”د هغوئ نه راوځئ او د هغوئ نه جدا شئ او يو ناپاک څيز له هم لاس ورنۀ وړئ، نو زۀ به تاسو قبول کړم.


د هغې نه هيڅ يو څيز هم ځان له مۀ اخلئ کوم چې تباه کولے شى، نو بيا به د مالِک خُدائ قهر سوړ شى او په تاسو به رحم وکړى. کۀ تاسو د هغۀ په ټولو حُکمونو باندې عمل کوئ کوم چې نن ما درکړى دى او هغه څۀ کوئ چې څۀ درنه غواړى، نو هغه به په تاسو رحم وکړى او ستاسو نه به يو لوئ قوم جوړ کړى، لکه څنګه چې هغۀ ستاسو پلار نيکۀ سره وعده کړې ده.


په چا زر لاس مۀ کېږده چې د خُدائ پاک د خِدمت دپاره مخصوص شى، او د نورو په ګناهونو کښې مۀ شريک کېږه. خپل ځان پاک وساته.


بيا ما د آسمان نه يو بل آواز واورېدو چې وئيل يې، ”اے زما خلقو، د دې نه رابهر شئ چې د دې په ګناهونو کښې شريک نۀ شئ او چې د هغې په افتونو کښې شامل نۀ شئ.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan