Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




شمېر 16:19 - Pakistani Yousafzai Pashto

19 بيا قورح ټول قوم راغونډ کړو او هغوئ د خېمې د دروازې په خولۀ کښې موسىٰ او هارون ته مخامخ ودرېدل. ناڅاپه د مالِک خُدائ د حضور جلال ټول قوم ته راڅرګند شو،

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




شمېر 16:19
12 Iomraidhean Croise  

چې هارون څنګه د بنى اِسرائيلو ټول قوم ته دا خبره وکړه او چې هغوئ بيابان ته وکتل، ناڅاپى د مالِک خُدائ جلال په وريځو کښې راښکاره شو.


په سحر کښې به تاسو د مالِک خُدائ جلال ووينئ. مالِک خُدائ د خپل ځان خِلاف ستاسو غورېدل اورېدلى دى. مونږ هيڅ نۀ يُو چې تاسو زمونږ خِلاف غورېږئ.“


موسىٰ او هارون د مالِک خُدائ مقدسې خېمې ته دننه لاړل او چې راووتل، نو د خلقو دپاره يې برکت وغوښتلو او د مالِک خُدائ جلال ټولو خلقو ته څرګند شو.


موسىٰ وفرمائيل، ”مالِک خُدائ تاسو له حُکم درکړے دے چې دا هر څۀ وکړئ، نو چې د هغۀ د حضور جلال تاسو ته ښکاره شى.“


او مالِک خُدائ د وريځې په ستن کښې لاندې راغلو، د خېمې په دروازه کښې ودرېدلو او هارون او مريم يې راوغوښتل. هغوئ دواړه وروړاندې شول،


ټول قوم وئيل چې هغوئ به سنګسار کړى، خو ناڅاپه خلقو وليدل چې د مالِک خُدائ د حضور جلال د خېمې دپاسه راڅرګند شو.


نو هر يو کس خپل مجمر واخستلو، ژوندى سکارۀ او د خوشبويۍ مصالحه يې په کښې واچوله او د موسىٰ او هارون سره د خېمې د دروازې په خولۀ کښې ودرېدل.


او مالِک خُدائ موسىٰ او هارون ته وفرمائيل،


د هغې نه پس کله چې هغوئ ټول د موسىٰ او هارون خِلاف راغونډ شوى وُو، چې هغوئ د خېمې طرف ته وکتل نو وې ليدل چې وريځې خېمه پټه کړې وه او د مالِک خُدائ د حضور جلال راڅرګند شوے وو.


چرته چې هغوئ خېمې لګولې وې هلته اوبۀ نۀ وې، نو خلق په موسىٰ او هارون باندې راغونډ شول


موسىٰ او هارون د خلقو نه لرې لاړل او د خېمې د دروازې په خولۀ کښې ودرېدل. هغوئ پړمخې د عبادت دپاره پرېوتل او د مالِک خُدائ د حضور جلال هغوئ ته راڅرګند شو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan