18 نو هر يو کس خپل مجمر واخستلو، ژوندى سکارۀ او د خوشبويۍ مصالحه يې په کښې واچوله او د موسىٰ او هارون سره د خېمې د دروازې په خولۀ کښې ودرېدل.
خو کله چې عُزياه بادشاه تکړه شو، نو هغه مغروره شو او په دې وجه هغه د تباهۍ طرف ته لاړو. هغۀ د مالِک خُدائ د خپل خُدائ پاک سره خيانت وکړو ځکه چې هغه په خپله د مالِک خُدائ کور ته لاړو او د خوشبويۍ په قربانګاه باندې يې خوشبوئى وسوزوله.
هغه به دوه موټى ښه خوشبوئى او د قربانګاه نه يو مجمر د بلو سکارو واخلى او زيات مقدس ځائ ته به يې دننه راوړى.
هغه به هلته د مالِک خُدائ په حضور کښې خوشبوئى په اور باندې واچوى او د خوشبويۍ لوګے به د لوظ صندوق د کفارې تخت پټ کړى نو هغه به دا ونۀ ګورى او مړ به نۀ شى.
ستاسو هر يو کس به خپل مجمر واخلى، د خوشبويۍ مصالحه به په کښې واچوى او بيا به يې په قربانګاه باندې پېش کړى.“
بيا قورح ټول قوم راغونډ کړو او هغوئ د خېمې د دروازې په خولۀ کښې موسىٰ او هارون ته مخامخ ودرېدل. ناڅاپه د مالِک خُدائ د حضور جلال ټول قوم ته راڅرګند شو،
”د هارون اِمام زوئ اِلىعزر ته ووايه چې کوم سړى سوزېدلى دى چې د هغوئ د اور لوښى لرې کړى او هغه سکارۀ دې د اور لوښو نه لږ لرې وولى، ځکه چې د اور لوښى مقدس دى.
هغه د مړو او ژوندو په مينځ کښې ودرېدلو او تباهى بس شوه.