Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




شمېر 16:14 - Pakistani Yousafzai Pashto

14 بله دا چې تا هغه مُلک ته هم رانۀ وستلو چې زرخېز او آباد دے او نۀ دې پټى او د انګورو باغونه راکړل چې زمونږ شى. دا خلق ړاندۀ دى څۀ چې نۀ پوهيږى؟ مونږ نۀ درځُو.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




شمېر 16:14
12 Iomraidhean Croise  

کۀ يو کس خپل څاروى په يو پټى يا د انګورو په باغ کښې څروى او دا خوشے لاړ شى او د بل چا په پټى کښې فصل وخورى، نو هغه به خامخا په تاوان کښې د خپل پټى يا د انګورو باغ نه د ټولو نه ښۀ پېداوار ورکوى.


شپږ کاله خپله زمکه کَرئ او فصل ترې نه رېبئ.


خو په اوؤم کال يې شاړه پرېږدئ او چې څۀ په کښې شوى وى هغه ترې نه مۀ رېبئ، چې څۀ په کښې پاتې وى نو هغه به غريبانان خلق او ځنګلى ځناور وخورى. د انګورو او زيتُونو د باغونو سره هم دغه شان وکړئ.


ما دا فېصله کړې ده چې زۀ به دوئ د مِصر نه بهر بوځم چې په کوم ځائ کښې په دوئ ظلم کيږى او زۀ به دوئ هغه زرخېز مُلک ته بوځم، چې هغه د کنعانيانو، حِتيانو، اموريانو، فرزيانو، حِويانو او د يبوسيانو مُلک دے.


نو زۀ لاندې راغلے يم چې هغوئ د مِصريانو نه خلاص کړم او چې هغوئ د مِصر نه بهر يو ښۀ، کولاو او زرخېز مُلک ته بوځم، چرته چې اوس کنعانيان، حِتيان، اموريان، فرزيان، حِويان او يبوسيان اوسيږى.


خو ما ستاسو سره وعده کړې ده چې هغه مُلک ستاسو خپل شى چې زرخېز او آباد وى او هغه به زۀ تاسو له درکړم. زۀ مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يم او ما تاسو د نورو قومونو نه جدا کړى يئ.


هغوئ موسىٰ ته ووئيل، ”مونږ هغه مُلک وکتلو چې زرخېز او آباد وو او دا يې لږه شان مېوه ده.


کۀ مالِک خُدائ زمونږ نه رضا وى نو هغه به مونږ هلته بوځى، هغه مُلک ته چې زرخېز او آباد وى او مونږ له به يې راکړى.


تاسو مونږ ولې د مِصر نه راوويستلو او دې خراب ځائ ته مو راوستلو چې دلته هيڅ هم نۀ کيږى؟ نۀ غله دانه، نۀ اينځر، نۀ انګور او نۀ انار شته. د څښلو اوبۀ هم نشته.“


فلستيانو هغه ونيولو او سترګې يې ترې نه وويستلې. هغه يې غزه ته بوتلو او د زېړو په زنځيرونو باندې يې وتړلو او په قېد کښې ترې نه د مېچنې د تاوولو کار اخستلو.


ناحس جواب ورکړو، ”زۀ به ستاسو سره په يو شرط باندې د صُلحې تړون وکړم، زۀ به د هر يو کس ښۍ سترګه وباسم او دا به د ټولو بنى اِسرائيلو دپاره د شرم خبره وى.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan