د اِضهار زوئ قورح، چې د قُهاتيانو د قبيلې ليوے وو، هغۀ د موسىٰ د مشرۍ خِلاف بغاوت وکړو. د روبين قبيلې نه يې درې سړى رابېل کړل، داتن، ابيرام، چې د اِلياب زامن وُو او اُون چې د پلت زوئ وو او ورسره دوه نيم سوه نور اِسرائيليان هم وُو، دا مشهور مشران چې قوم خوښ کړى وُو.