11 کله چې تاسو د هارون خِلاف غورېږئ، دا په حقيقت کښې د مالِک خُدائ خِلاف غورېدل دى او دا ستا او ستا د قبيلې سرکشى ده.“
دا د قورح او د مرارى ډلو د څوکيدارۍ ذمه وارۍ دى.
بيا هغوئ په کېمپ کښې د موسىٰ سره کينه وساتله او د هارون خلاف چې د مالِک خُدائ دپاره مقدس شوے وو کينه وکړله.
نو په دې وجه خلق د موسىٰ سره په جګړه شول او وې وئيل، ”مونږ له د څښلو اوبۀ راکړه.“ موسىٰ دوئ ته وفرمائيل، ”تاسو ولې ما سره په جګړه يئ؟ تاسو ولې مالِک خُدائ په آزمېښت کښې اچوئ؟“
نو کله چې خلقو د خپلو تکليفونو په حقله مالِک خُدائ ته شکايتونه شروع کړل، نو مالِک خُدائ دا واورېدل، نو هغه سخت غصه شو او په خلقو يې اور راولېږلو او اور د هغوئ خِلاف بل وو او د کېمپ بهرنى اړخ يوه برخه يې وسوزوله.
بيا موسىٰ داتن او ابيرام راوغوښتل، خو هغوئ ووئيل، ”مونږ نۀ درځُو.
هغوئ د موسىٰ او هارون په مخکښې رابېل شول او ورته يې ووئيل، ”تاسو د حد نه تېر شوى يئ. ټول قوم د مالِک خُدائ مقدس خلق دى او مالِک خُدائ زمونږ د ټولو مل دے. نو، موسىٰ، تۀ ولې د مالِک خُدائ د قوم نه ځان اوچت ګڼې؟“
هر څوک چې ستاسو خبرې ته غوږ نيسى، هغه ما ته غوږ نيسى او هر څوک چې ستاسو خبره رد کوى، هغه ما رد کوى او څوک چې ما رد کوى، هغه هم هغه رد کوى چې زۀ يې رالېږلے يم.“
زۀ تاسو ته رښتيا وايم څوک چې زما يو پېغام وړونکے قبول کړى هغوئ ما قبلوى او څوک چې ما قبول کړى نو هغه قبلوى چا چې زۀ رالېږلے يم.“
ترڅو چې درسره وه دا ستا نۀ وه څۀ؟ هر کله چې دا خرڅه شوه نو پېسې ستا نۀ وې څۀ؟ نو تا دا سوچ څنګه وکړو؟ تا نۀ صرف خلقو ته بلکې خُدائ پاک ته دې دروغ ووئيل.“
نو ځکه هر څوک چې د مشرانو تابعدارى نۀ کوى، هغه د خُدائ پاک د اِنتظام مخالفت کوى او څوک چې مخالفت کوى، هغوئ به سزا ومومى.
او تاسو شکايت ونۀ کړئ لکه څنګه چې په هغوئ کښې ځينو کړے وو او بيا د هلاکت فرښتې هغوئ هلاک کړل.
اپولوس څوک دے؟ او پولوس څوک دے؟ هغوئ خو صرف خادِمان دى د چا په وسيله چې تاسو ايمان راوړو او دغه شان مونږ هر يو هغه خِدمت وکړو کوم چې مالِک مونږ ته حواله کړے وو.
دا غورېدونکى او شکايت کوونکى خلق دى، هغوئ په خپلو خواهشاتو پسې روان دى، هغوئ د خپل ځان په حقله غټې غټې خبرې کوى او د خپل مقصد دپاره خلقو ته نرمې ګرمې خبرې کوى.
او مالِک خُدائ ورته وفرمائيل، ”خلق چې درته څۀ هم وائى هغې ته غوږ ونيسه. تۀ هغه څوک نۀ يې چې رد کړے شوے يې، په حقيقت کښې دا زۀ يم چې هغوئ د بادشاه په توګه رد کړے يم.