Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




شمېر 16:1 - Pakistani Yousafzai Pashto

1-2 د اِضهار زوئ قورح، چې د قُهاتيانو د قبيلې ليوے وو، هغۀ د موسىٰ د مشرۍ خِلاف بغاوت وکړو. د روبين قبيلې نه يې درې سړى رابېل کړل، داتن، ابيرام، چې د اِلياب زامن وُو او اُون چې د پلت زوئ وو او ورسره دوه نيم سوه نور اِسرائيليان هم وُو، دا مشهور مشران چې قوم خوښ کړى وُو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




شمېر 16:1
11 Iomraidhean Croise  

بيا هغوئ په کېمپ کښې د موسىٰ سره کينه وساتله او د هارون خلاف چې د مالِک خُدائ دپاره مقدس شوے وو کينه وکړله.


د ليوى دا درې زامن وُو، جيرسون، قُهات او مرارى، دا د هغه قبيلو پلار نيکۀ وُو چې په دې نومونو ياديږى. د ليوى ټول عُمر يو سل اووۀ دېرش کاله وو.


د قُهات څلور زامن وُو، عُمرام، اِضهار، حبرون او عُزى‌اېل. د قُهات ټول عُمر يو سل درې دېرش کاله وو.


د اِضهار درې زامن وُو، قورح، نفج او زِکرى.


زۀ مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يم، ما تاسو د مِصر مُلک نه راوويستلئ چې ستاسو خُدائ پاک يم. زۀ مالِک خُدائ يم.“


”زمونږ پلار په صحرا کښې مړ شو، د هغۀ زامن نشته، خو هغه د قورح د قبيلې نه نۀ وو، چا چې د مالِک خُدائ خِلاف بغاوت کړے وو، هغه د خپلې ګناه په وجه مړ شوے وو.


هغه راياد کړئ چې د روبين قبيلې د اِلياب د زامنو، داتن او ابيرام سره يې څۀ وکړل. د ټولو په مخکښې زمکه وچاوده او هغوئ يې سره د خپلو کورَنو، د خپلو خېمو او د هغوئ د ټولو نوکرانو او ځناورو تېر کړل.


په هغوئ افسوس دے، ځکه چې هغوئ د قائِن لار خپله کړه، او هغوئ د ګټې دپاره بلعام په شان ګمراه شول، او هغوئ د قورح په شان مخالفت وکړو او د هغۀ په شان هلاک شول.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan