Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




شمېر 15:8 - Pakistani Yousafzai Pashto

8 کله چې يو غوَيے د سوزېدونکې نذرانې په توګه يا د يوې منښتې پوره کولو د نذرانې يا د سلامتۍ د نذرانې په توګه مالِک خُدائ ته پېش کيږى،

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




شمېر 15:8
10 Iomraidhean Croise  

کۀ هغه خپل څاروے د سوزېدونکې نذرانې په توګه پېش کوى، نو هغه دې د رمې نه يو نر څاروے راولى چې هيڅ عېب په کښې نۀ وى. هغه دې دا د مالِک خُدائ د حضور مقدسې خېمې د دروازې په خولۀ کښې حاضر کړى، نو مالِک خُدائ به دا قبول کړى.


د هغه ځناور کولمې او پتُونان دې ووينځلے شى او اِمام به دا هر څۀ په قربان‌ګاه باندې وسوزوى، ځکه چې په اور سوزېدونکې د دې نذرانې خوشبو په مالِک خُدائ باندې ښۀ لګى.


کله چې څوک مالِک خُدائ ته د سلامتۍ نذرانه پېش کوى، کۀ هغه يوه منښته يا رضاکارانه نذرانه وى، نو په هغه ځناور کښې به څۀ عېب نۀ وى، دا د دې دپاره چې قبوله شى.


کله چې څوک خپل يو څاروے د سلامتۍ د نذرانې په توګه پېش کوى، نو هغه دې يو داسې غوَيے يا غوا وى چې هيڅ عېب په کښې نۀ وى.


اِمامان به دا هر څۀ د سوزېدونکې نذرانو سره په قربان‌ګاه باندې وسوزوى. په اور سوزېدونکې د دې نذرانې خوشبو په مالِک خُدائ باندې ښۀ لګى.


کۀ يوه داسې غلطى شوې وى چې قوم ته پته نۀ وى لګېدلې، نو هغوئ به يو غوَيے د سوزېدونکې نذرانې په توګه پېش کړى، د دې خوشبو په مالِک خُدائ باندې ښۀ لګى، دا به د معيارى غلې نذرانې او د څښلو نذرانې سره پېش کيږى. د دې نه علاوه، هغوئ به يو چېلے د ګناه نذرانې په توګه هم پېش کوى.


يو نيم ليټر مے به ورسره هم وى. د دې نذرانې خوشبو په مالِک خُدائ باندې ښۀ لګى.


د درې کلو اوړو د غلې يوه نذرانه به پېش کيږى چې دوه ليټره د زيتُونو تېل ورسره ګډ وى،


بيا يو سخے او د غلې نذرانې دپاره اوړۀ چې د زيتُونو تېل ورسره ګډ وى دا به هغوئ واخلى، او د ګناه نذرانې دپاره به تۀ يو بل غوَيے بوځې.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan