7 يو نيم ليټر مے به ورسره هم وى. د دې نذرانې خوشبو په مالِک خُدائ باندې ښۀ لګى.
په ورپسې ورځ هغوئ د قربانۍ په توګه ځناور حلال کړل، مالِک خُدائ ته يې وقف کړل او بيا يې خلقو له ورکړل چې وې خورى. د دې نه علاوه، هغوئ يو زر غوَيى، يو زر ګډان او يو زر ګډُورى هم حلال کړل، چې په قربانګاه باندې يې پوره وسوزول. هغوئ د ميو نذرانې هم راوړې.
د وړومبى ګډُورى سره يو کلو د غنمو ښۀ اوړۀ پېش کړه چې د زيتُونو يو ليټر سوچه تېل ورسره ګډ وى. او يو ليټر مے د نذرانې په توګه پېش کړه.
کله چې يو ګډ پېش کيږى، نو دوه کلو اوړۀ چې يو نيم ليټر د زيتُونو تېل ورسره ګډ وى، دا به د غلې نذرانې په توګه پېش کيږى،
کله چې يو غوَيے د سوزېدونکې نذرانې په توګه يا د يوې منښتې پوره کولو د نذرانې يا د سلامتۍ د نذرانې په توګه مالِک خُدائ ته پېش کيږى،
”بنى اِسرائيلو له حُکم ورکړه چې خُدائ پاک ته په مقررو وختونو باندې په اور تيارېدونکې نذرانې پېش کوى، د دې خوشبو په مالِک خُدائ ښۀ لګى.
د څښلو نذرانې په توګه د وړومبى ګډُورى سره، يو ليټر مے به په قربانګاه باندې تويَولے شى.
هغوئ به د پتيرې روټۍ يوه ډکه ټوکرۍ هم پېش کړى، د اوړو ډبلې روټۍ چې د زيتُونو تېل په کښې ګډ وى او نرۍ نرۍ روټۍ چې د زيتُونو تېل ورباندې لګولے شوى وى او د دې نه علاوه د غلې او د څښلو نذرانې به هم ورسره وى.
خو د انګورو بوټى ورته په جواب کښې ووئيل، ولې زۀ دې خپل مے پېدا کول بند کړم، چې په دې باندې معبودان او انسانان خوشحاليږى، صرف د دې دپاره چې د نورو ونو مشره شم.