40 هغه مزى به تاسو ته دا دريادوى چې زما ټول حُکمونه منئ او تاسو به په پوره توګه زما يئ.
او د هغوئ سره څوک چې د هغۀ د لوظ پابند وى، او د هغوئ سره څوک چې د هغۀ په حُکمونو عمل کوى.
”د اِسرائيلو قوم ته ووايه، مقدس اوسئ، ځکه چې زۀ مالِک خُدائ، ستاسو خُدائ پاک مقدس يم.
مالِک خُدائ وفرمائيل، ”زما حُکمونه منئ، زۀ مالِک خُدائ يم.
زۀ مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يم، ما تاسو د مِصر مُلک نه راوويستلئ چې ستاسو خُدائ پاک يم. زۀ مالِک خُدائ يم.“
نو په دې وجه، زما وروڼو او خوېندو، زۀ د خُدائ پاک د رحمتونو په وسيله تاسو ته منت کوم چې خپل ځانونه خُدائ پاک ته د داسې ژوندۍ قربانۍ دپاره وړاندې کړئ چې هغۀ ته مقدسه او قبوله وى، او هم دا ستاسو اصلى عبادت دے.
ځکه چې هغۀ مونږ په خپله مينه کښې د دُنيا د پېدايښت نه مخکښې په مسيح کښې خوښ کړُو چې مونږ د هغۀ په نظر کښې پاک او بېداغه شُو.
او په مسيح کښې هغه ايماندارانو او وفادارو وروڼو او خوېندو ته چې په کولوسى کښې دى. زمونږ د خُدائ پلار د طرف نه دې په تاسو فضل او سلامتى وى.
خُدائ پاک مونږ د ناپاکۍ دپاره نه، بلکې د پاکوالى دپاره رابللى يُو.