Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




شمېر 15:4 - Pakistani Yousafzai Pashto

4-5 هر څوک چې يو ګډ يا چېلے مالِک خُدائ ته د سوزېدونکې نذرانې په توګه پېش کوى نو هغه به د دې هر يو ځناور سره يو کلو اوړۀ راوړى چې يو ليټر د زيتُونو تېل ورسره ګډ وى، دا به د غلې نذرانې په توګه وى، يو ليټر مے به ورسره هم وى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




شمېر 15:4
21 Iomraidhean Croise  

تاسو به دا پېسې په احتياط سره خرچ کوئ او غوَيى، ګډان او ګډُورى، غله او مے په بيعه واخلئ او په يروشلم کښې يې د خُدائ پاک د کور په قربان‌ګاه باندې پېش کړئ.


د وړومبى ګډُورى سره يو کلو د غنمو ښۀ اوړۀ پېش کړه چې د زيتُونو يو ليټر سوچه تېل ورسره ګډ وى. او يو ليټر مے د نذرانې په توګه پېش کړه.


هغوئ به ستاسو باقى پاتې خلق د هر يو قوم نه واپس راولى. هغوئ به يې په يروشلم کښې زما مقدس غر ته مالِک خُدائ ته د نذرانې په توګه راولى. مالِک خُدائ فرمائى، هغوئ به يې په آسونو، قچرو، اوښانو، جنګى ګاډو، نورو ګاډو داسې راولى لکه څنګه چې بنى اِسرائيليان په پاکو لوښو کښې زما کور ته د غلې نذرانې راوړى.


تاسو به روزانه يو سحر بل سحر د غلې نذرانه پوره کوئ، چې د يوې ايفې شپږمه به وى او پاو باندې يو ليټر تېلو سره به اوړۀ واغږئ. مالِک خُدائ ته د دې غلې د نذرانې پېش کولو حکم د تل دپاره دے.


هغه کس به د دې کولمې او پتُونان په اوبو ووينځى او اِمام به دا قربانى مالِک خُدائ ته پېش کړى او په قربان‌ګاه باندې به يې ټوله وسوزوى. په اور سوزېدونکې د دې نذرانې خوشبو په مالِک خُدائ باندې ښۀ لګى.


په اتمه ورځ به هغه دوه ګډُورى او يوه ګډورۍ چې د يو کال وى او هيڅ عېب په کښې نۀ وى، درې کلو اوړۀ چې د زيتُونو تېل ورسره ګډ وى او د ليټر درېمه حِصه د زيتُونو تېل دې راوړى.


کله چې څوک مالِک خُدائ ته يوه د غلې نذرانه پېش کوى، نو هغه دې ښۀ اوړۀ وى. د زيتُونو تېل او خوشبودار لوبان دې په کښې واچوى،


د زيتُونو تېل په کښې ورګډ کړئ او لوبان ورباندې واچوئ.


تاسو د دې سره دوه کلو ښۀ اوړۀ چې د زيتُونو تېل ورسره ګډ وى په اور تيارېدونکې نذرانې په توګه پېش کړئ. د دې نذرانې خوشبوئى په مالِک خُدائ باندې ښۀ لګى. تاسو د دې سره يو ليټر د ميو نذرانه هم پېش کړئ.


کۀ يو کس يو ګډُورے پېش کوى،


دا د غلې نذرانې دپاره اصُول دى. د هارون د خاندان يو اِمام به د مالِک خُدائ په حضور کښې د قربان‌ګاه په مخکښې د غلې نذرانه پېش کړى.


زما نوم به د قومونو په مينځ کښې عظيم وى، د نمر راختو نه تر نمر پرېوتو پورې. په هر ځائ کښې به خوشبودارې او پاکې نذرانې ما ته راوړے شى، ځکه چې زما نوم به د قومونو په مينځ کښې عظيم وى،“ مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى.


د غلې نذرانې په توګه، اوړۀ پېش کړئ چې د زيتُونو تېل ورسره ګډ وى، د هر يو سخى سره درې کلو اوړۀ، دوه کلو د ګډ سره،


وړومبے ګډُورے په سحر کښې پېش کوئ او دوېم په ماښام کښې،


او دا نذرانې د مياشتې د وړومبۍ ورځې او د هرې ورځې د سوزېدونکې نذرانې او د غلې نذرانې نه علاوه پېش کوئ، او د هرې ورځې سوزېدونکې نذرانه ورسره د دې د غلې نذرانه او د څښلو نذرانه. په اور تيارېدونکې د دې نذرانو خوشبو په مالِک خُدائ باندې ښۀ لګى.


چې زۀ غېر‌يهوديانو ته د عيسىٰ مسيح خادِم شم او د خُدائ پاک د کلام لکه د اِمام په شان خِدمت وکړم، او چې د غېر‌يهوديانو نذرانې خُدائ ته قبولې شى او د روحُ القُدس په وسيله مقدسې شى.


او نېکى کول او سخاوت مۀ هېروئ ځکه چې خُدائ پاک په داسې قربانو خوشحاليږى.


د زيتُونو ونې جواب ورکړو، ولې زۀ دې د زيتُونو تېل ورکول بند کړم کوم چې د معبودانو او انسانانو د درناوى دپاره استعماليږى صرف د دې دپاره چې د نورو ونو مشره شم.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan