Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




شمېر 15:35 - Pakistani Yousafzai Pashto

35 نو مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ”هغه سړے دې خامخا ووژلے شى، ټول قوم به هغه د خېمو نه بهر سنګسار کړى.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




شمېر 15:35
11 Iomraidhean Croise  

هغه دوو بدمعاشانو د خلقو په مينځ کښې په هغۀ اِلزام ولګولو چې هغۀ د خُدائ پاک او د بادشاه ګستاخى کړې ده، نو هغه د ښار نه بهر بوتلے شو او سنګسار يې کړو.


”اِسرائيلو ته ووايه، کۀ ستاسو يو خپل کس يا يو مسافر چې ستاسو سره اوسيږى هغه د خپلو ماشومانو نه يو ماشوم مولک بُت ته پېش کړى نو ټول قوم به هغه سنګسار کړى او مړ به يې کړى.


هر يو سړے يا ښځه چې د مړو يا د پيريانو مشورې ورکوى هغه دې سنګسار کړے شى چې مړۀ شى، څوک چې دا کار کوى نو هغه به د خپل خُون ذمه وار وى.“


کله چې موسىٰ بنى اِسرائيلو ته دا وفرمائيل، نو هغوئ هغه سړے د خېمو نه بهر بوتلو چا چې کنځل کړى وُو او سنګسار يې کړو. نو بنى اِسرائيلو هم هغه شان وکړل چې څنګه مالِک خُدائ موسىٰ له حُکم ورکړے وو.


نو ټول قوم هغه د خېمو نه بهر بوتلو او سنګسار يې کړو، هم هغه شان چې څنګه مالِک خُدائ حُکم کړے وو.


هغوئ پورته شول، هغه يې د ښاريې نه بهر وويستو او د هغه غرۀ سر ته يې بوتلو چې دغه ښاريه پرې آباده وه، مطلب يې دا وو چې د هلته نه يې ښکته وغورزوى.


بيا يې هغه د ښار نه بهر وويستو او سنګسار يې کړو. او ګواهانو خپلې جامې د ساؤل نومې يو ځوان سړى په پښو کښې کېښودلې.


نو د ښار سړى دې هغه سنګسار کړى چې مړ شى. نو تاسو به د دې بدکارۍ نه خلاص شئ. په بنى اِسرائيلو کښې به ټول خلق د دې نه خبر شى او وبه يريږى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan