34 او قېد کړے شو، ځکه چې دا پته نۀ وه چې د هغۀ سره څۀ وکړے شى.
چې کله يترو هغه هر څۀ وليدل کوم چې موسىٰ کول، نو هغۀ ترې تپوس وکړو، ”دا څۀ دى چې تۀ يې د خلقو دپاره کوې؟ تۀ دا کار يواځې ولې کوې، چې د سحر نه تر ماښامه پورې خلق د مشورې دپاره درنه راتاو وى؟“
موسىٰ خپل سخر ته وفرمائيل، ”زۀ به خامخا داسې کوم ځکه چې خلق د خُدائ پاک رضا معلومولو دپاره ما له راځى.
هغه يې قېد کړو او مالِک خُدائ ته يې اِنتظار کولو چې هغوئ ته وښائى چې د هغۀ سره څۀ وکړى.
نو هغه موسىٰ، هارون او ټول قوم ته راوستلے شو،
موسىٰ ورته وفرمائيل، ”تر هغې پورې صبر وکړئ چې ما ته د مالِک خُدائ نه ستاسو په حقله حُکم مِلاو شى.“