28 اِمام به په قربانګاه باندې د هغه کس دپاره کفاره ادا کړى، چا چې په غلطۍ سره ګناه کړې وى او هغه به معاف شى.
د هغۀ د لاس په تلى کښې چې کوم پاتې شوى تېل دى هغه به د دې کس په سر باندې ولګوى. نو د هغۀ د پاکوالى کفاره به ادا کړى.
چې بنى اِسرائيلو ته ووايه چې کۀ څوک ګناه وکړى او په غلطۍ سره د مالِک خُدائ حُکمونه مات کړى، نو هغه به دا قانون منى.
هغه به د دې سخى سره هم هغه شان وکړى لکه څنګه چې هغۀ د ګناه د نذرانې د سخى سره کړى وُو، نو داسې به اِمام د خلقو د ګناه دپاره کفاره ادا کړى او هغوئ به معاف شى.
بيا به هغه د دې ټوله وازګه لرې کړى، لکه څنګه چې د سلامتۍ د نذرانې دپاره حلال شوى ځناور نه وازګه لرې کيږى او هغه به په اور سوزېدونکې نذرانو سره په قربانګاه باندې وسوزوى کوم چې مالِک خُدائ ته پېش کيږى. داسې به اِمام د هغه کس د ګناه دپاره کفاره ادا کړى او هغه به معاف شى.
دا اصُول د هغه هر چا دپاره يو شان دى چې څوک په غلطۍ سره ګناه وکړى، کۀ هغه په حقيقت کښې اِسرائيلے وى يا د هغوئ سره اوسېدونکے د پردى مُلک کس وى.