26 نو د بنى اِسرائيلو ټول قوم او د هغوئ سره اوسېدونکى د پردى مُلک خلق به معاف کړے شى، ځکه چې ټول په دې غلطۍ کښې شامل وُو.
چې بنى اِسرائيلو ته ووايه چې کۀ څوک ګناه وکړى او په غلطۍ سره د مالِک خُدائ حُکمونه مات کړى، نو هغه به دا قانون منى.
کۀ يوه داسې غلطى شوې وى چې قوم ته پته نۀ وى لګېدلې، نو هغوئ به يو غوَيے د سوزېدونکې نذرانې په توګه پېش کړى، د دې خوشبو په مالِک خُدائ باندې ښۀ لګى، دا به د معيارى غلې نذرانې او د څښلو نذرانې سره پېش کيږى. د دې نه علاوه، هغوئ به يو چېلے د ګناه نذرانې په توګه هم پېش کوى.