Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




شمېر 15:24 - Pakistani Yousafzai Pashto

24 کۀ يوه داسې غلطى شوې وى چې قوم ته پته نۀ وى لګېدلې، نو هغوئ به يو غوَيے د سوزېدونکې نذرانې په توګه پېش کړى، د دې خوشبو په مالِک خُدائ باندې ښۀ لګى، دا به د معيارى غلې نذرانې او د څښلو نذرانې سره پېش کيږى. د دې نه علاوه، هغوئ به يو چېلے د ګناه نذرانې په توګه هم پېش کوى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




شمېر 15:24
14 Iomraidhean Croise  

د وقف کولو دپاره هغوئ سل غوَيى، دوه سوه ګډان او څلور سوه ګډُورى د قربانۍ په توګه پېش کړل او دولس چېلى يې د ګناه د نذرانې په توګه پېش کړل چې د بنى اِسرائيلو د هرې يوې قبيلې دپاره يو يو وو.


بيا هغه ټولو خلقو نذرانې راوړې کوم چې د جلاوطنۍ نه راغلى وُو چې د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک ته د قربانۍ په توګه وسوزولے شى. هغوئ د ټولو بنى اِسرائيلو دپاره دولس غوَيى، څلور کم سل ګډان، اووۀ اويا ګډُورى پېش کړل، هغوئ دولس چېلى هم پېش کړل چې خپل ځانونه د ګناه نه پاک کړى. دا ټول ځناور مالِک خُدائ ته د قربانۍ په توګه وسوزولے شول.


يو چېلے د ګناه د نذرانې په توګه او دوه يو کلن ګډُورى د سلامتۍ د نذرانې په توګه هم پېش کړئ.


چې بنى اِسرائيلو ته ووايه چې کۀ څوک ګناه وکړى او په غلطۍ سره د مالِک خُدائ حُکمونه مات کړى، نو هغه به دا قانون منى.


کۀ يو مشر ګناه وکړى او په غلطۍ سره د مالِک خُدائ د حُکمونو نه د يو حُکم ماتولو په وجه ګناهګار شى،


او چې د خپلې ګناه پته ورته ولګى، نو هغه به د خپلې نذرانې په توګه يو چېلے راولى چې هيڅ عېب په کښې نۀ وى.


کۀ يو کس په غلطۍ سره داسې ګناه وکړى او د هغه قيمت په ورکولو کښې ناکام شى چې کوم مالِک خُدائ ته پېش کول وُو، نو هغه به د ګناه د تاوان د نذرانې په توګه يو داسې ګډ يا چېلے مالِک خُدائ ته راولى چې هيڅ عېب په کښې نۀ وى. د دې قيمت به د منلے شوى معيار په مطابق مقررولے شى.


هغه به خامخا اِمام ته د ګناه د تاوان د نذرانې په توګه يو ګډ يا چېلے راولى چې هيڅ عېب په کښې نۀ وى. د دې قيمت به د منلے شوى معيار په مطابق مقررولے شى. اِمام به د هغۀ د ګناه دپاره کفاره ادا کړى کومه چې هغۀ په غلطۍ سره کړې وى او هغه به معاف کړے شى.


او فرض کړئ کۀ راتلونکى نسلونه په دې هر څۀ کولو کښې ناکام شى چې مالِک خُدائ يې د موسىٰ په ذريعه حُکم کړے دے،


نو د بنى اِسرائيلو ټول قوم او د هغوئ سره اوسېدونکى د پردى مُلک خلق به معاف کړے شى، ځکه چې ټول په دې غلطۍ کښې شامل وُو.


او يو چېلے د ګناه د نذرانې په توګه مالِک خُدائ ته پېش کړئ، دا به د هرې ورځې د سوزېدونکې نذرانې او د څښلو د نذرانې نه به علاوه وى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan