23 او فرض کړئ کۀ راتلونکى نسلونه په دې هر څۀ کولو کښې ناکام شى چې مالِک خُدائ يې د موسىٰ په ذريعه حُکم کړے دے،
خو کۀ څوک په غلطۍ سره په دې اصُولو باندې عمل کولو کښې ناکام شى کوم چې مالِک خُدائ موسىٰ له ورکړى دى،
کۀ يوه داسې غلطى شوې وى چې قوم ته پته نۀ وى لګېدلې، نو هغوئ به يو غوَيے د سوزېدونکې نذرانې په توګه پېش کړى، د دې خوشبو په مالِک خُدائ باندې ښۀ لګى، دا به د معيارى غلې نذرانې او د څښلو نذرانې سره پېش کيږى. د دې نه علاوه، هغوئ به يو چېلے د ګناه نذرانې په توګه هم پېش کوى.