22 خو کۀ څوک په غلطۍ سره په دې اصُولو باندې عمل کولو کښې ناکام شى کوم چې مالِک خُدائ موسىٰ له ورکړى دى،
څوک څنګه د خپل زړۀ په ګناه پوهېدے شى؟ ما پاک کړه د پټو خطاګانو نه.
چې بنى اِسرائيلو ته ووايه چې کۀ څوک ګناه وکړى او په غلطۍ سره د مالِک خُدائ حُکمونه مات کړى، نو هغه به دا قانون منى.
کۀ يو مشر ګناه وکړى او په غلطۍ سره د مالِک خُدائ د حُکمونو نه د يو حُکم ماتولو په وجه ګناهګار شى،
کۀ يو عام کس ګناه وکړى او په غلطۍ سره د مالِک خُدائ د حُکمونو نه د يو حُکم ماتولو په وجه ګناهګار شى،
داسې به اِمام د هغه کس د ګناه دپاره کفاره ادا کړى چې په دې مختلفو ګناهونو کښې يې کومه ګناه هم کړې وى نو هغه به معاف شى. پاتې شوى اوړۀ به هم د غلې نذرانې په شان د اِمام وى.
په راتلونکى ټولو وختونو کښې، تاسو چې کومه روټۍ پخوئ نو دا نذرانه به مالِک خُدائ له ورکوئ.
او فرض کړئ کۀ راتلونکى نسلونه په دې هر څۀ کولو کښې ناکام شى چې مالِک خُدائ يې د موسىٰ په ذريعه حُکم کړے دے،
خو څوک چې د خپل مالِک په مرضۍ نۀ پوهيږى او غلط کارونه کوى نو د هغۀ سزا به لږه وى. کوم سړى ته چې زيات ورکړے شوے وى د هغۀ نه به زيات تپوس کولے شى او څومره زيات چې چا ته څۀ سپارلے شوى وى، هومره زيات به د هغۀ نه غوښتلے شى.