21 په راتلونکى ټولو وختونو کښې، تاسو چې کومه روټۍ پخوئ نو دا نذرانه به مالِک خُدائ له ورکوئ.
کله چې لسمه حِصه راټولولے شى نو د هارون د اولاد اِمامان به ليويانو سره وى. او د هغه ټولې راټولې شوې لسمې حِصې نه به ليويان لسمه حِصه د خُدائ پاک د کور ګودامونو ته يوسى.
هر کال د مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک، کور ته د خپلې زمکې نه رېبلے شوې وړومبۍ غله راوړئ. د چېلۍ بچے د خپلې مور په پيو کښې مۀ پخوئ.
دا زما نۀ بدلېدونکے قانون دے چې کله بنى اِسرائيل د سلامتۍ قربانۍ پېش کوى، د ځناور پوښتۍ او پتُون به د اِمامانو وى. دا زما د خلقو د طرف نه مالِک خُدائ ته نذرانه ده.
د ټولو نه اوله ښۀ مېوه او ستاسو ټولې ښې نذرانې به د اِمامانو وى. تاسو به هغوئ ته د زمکې په غله دانه کښې اوله حِصه ورکړئ نو برکت به ستاسو په خاندان نازل شى.
ترڅو پورې چې تاسو دا نذرانه خُدائ پاک ته نۀ وى راوړې نو تر هغې د نوې غلې روټۍ، وريتې شوې يا کچه دانې مۀ خورئ. په راتلونکى ټولو وختونو کښې ستاسو ټول اولاد به دا اصُول منى.
کله چې تاسو روټۍ پخوئ، نو د نوې غلې د وړومبۍ پېړې روټۍ به مالِک خُدائ ته د خاص برخې په توګه پېش کولے شى. دا به هم هغه شان پېش کولے شى چې څنګه تاسو په درمند کښې صفا شوې غله د خاص برخې په توګه پېش کوئ.
خو کۀ څوک په غلطۍ سره په دې اصُولو باندې عمل کولو کښې ناکام شى کوم چې مالِک خُدائ موسىٰ له ورکړى دى،
چې ليويانو ته ووايه، ”کله چې تاسو د بنى اِسرائيلو نه لسمه حِصه اخلئ کومه چې مالِک خُدائ تاسو له درکوى، نو تاسو به د دې لسمه حِصه مالِک خُدائ ته د خاص برخې په توګه پېش کوئ.