17 مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل
هر يو خاندان دې دوه دوه روټۍ راوړى او دا دې مالِک خُدائ ته د خاص تُحفې په توګه پېش کړى. هره يوه روټۍ دې خمبيره شوې د دوه کلو ښو اوړو نه پخه شوې وى او دا به مالِک خُدائ ته د وړومبى رېبلے شوى فصل د نذرانې په توګه پېش کيږى.
ستاسو او د هغوئ دپاره به يو شان قانون او اصُول وى.
چې بنى اِسرائيلو ته دا اصُول وښايه چې په هغه مُلک کښې پرې عمل کوى کوم چې مالِک خُدائ هغوئ له ورکولو.
کۀ چرې دا د اوړو اولنۍ پيړه پاکه وه نو بيا نور ټول اوړۀ به هم پاک وى او کۀ د ونې جرړې پاکې وى نو بيا څانګې به هم پاکې وى.