شمېر 15:15 - Pakistani Yousafzai Pashto15 په راتلونکى ټولو وختونو کښې، تاسو او ستاسو سره اوسېدونکى د بل مُلک خلق به دا اصُول منى. تاسو او هغوئ د مالِک خُدائ په نظر کښې يو شان يئ، Faic an caibideil |
اِسرائيليان سره د مشرانو، آفسرانو او قاضيانو او سره د هغه نورو قومونو چې د هغوئ سره اوسېدل د مالِک خُدائ د لوظ صندوق دواړو طرفونو ته ودرېدل. او ليويانو اِمامانو ته يې مخ وو چا چې د لوظ صندوق اوچت کړے وو. نيم خلق داسې ولاړ وُو چې شا يې د ګِرزيم غرۀ ته وه او د نيمو خلقو شا عيبال غرۀ ته وه. د مالِک خُدائ خِدمت کوونکى موسىٰ دوئ ته حُکم کړے وو چې کله ورباندې د برکت موندلو وخت راشى نو داسې دې وکړى.