Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




شمېر 15:14 - Pakistani Yousafzai Pashto

14 او کۀ ستاسو په مينځ کښې د بل مُلک کس وى، کۀ هغه د لږ وخت يا د ډېر وخت دپاره اوسېدونکے وى، نو کۀ هغوئ غواړې چې په اور تيارېدونکې نذرانه پېش کړى، چې د چا خوشبو په مالِک خُدائ ښۀ لګى، نو ضرور به هغوئ هم هغه شان اصُول منى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




شمېر 15:14
5 Iomraidhean Croise  

”هارون او د هغۀ زامنو ته او ټولو اِسرائيلو ته دا اصُول وښايه. کله چې يو اِسرائيلے يا په بنى اِسرائيلو کښې اوسېدونکے مسافر يوه سوزېدونکې نذرانه پېش کوى، کۀ هغه يوه منښته يا رضاکارانه نذرانه وى، نو په هغه ځناور کښې دې هيڅ عېب نۀ وى.


په اور تيارېدونکې نذرانې په توګه داسې ځناور مۀ پېش کوئ چې د يو پردى سړى نه اخستے شوے وى. داسې ځناور عېبژن ګڼلے شى او قبلېدونکى نۀ وى.


د مُلک ټول اصلى پېدائشى خلق چې کله يوه په اور تيارېدونکې نذرانه پېش کوى نو هغوئ به داسې کوى، د دې خوشبو په مالِک خُدائ باندې ښۀ لګى.


په راتلونکى ټولو وختونو کښې، تاسو او ستاسو سره اوسېدونکى د بل مُلک خلق به دا اصُول منى. تاسو او هغوئ د مالِک خُدائ په نظر کښې يو شان يئ،


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan