11 دا هغه څۀ دى چې د هر يو غوَيى، ګډ، ګډُورى، يا چېلۍ سره به پېش کولے شى.
د بنى اِسرائيلو ټول قوم ته دا ووايئ چې، د دې مياشتې په لسمه ورځ به هر سړے د خپل خاندان دپاره يو ګډُورے يا د چېلۍ بچے راولى.
دوه ليټره مے به ورسره هم وى. د دې نذرانې خوشبو په مالِک خُدائ باندې ښۀ لګى.
د ځناورو د شمېر په مطابق به د دې څيزونو مِقدار هم زياتولے شى.
او دا نذرانې د مياشتې د وړومبۍ ورځې او د هرې ورځې د سوزېدونکې نذرانې او د غلې نذرانې نه علاوه پېش کوئ، او د هرې ورځې سوزېدونکې نذرانه ورسره د دې د غلې نذرانه او د څښلو نذرانه. په اور تيارېدونکې د دې نذرانو خوشبو په مالِک خُدائ باندې ښۀ لګى.