7 او خلقو ته يې وفرمائيل، ”کوم مُلک چې مونږ وکتلو هغه ډېر زيات ښۀ مُلک دے.
هغوئ موسىٰ ته ووئيل، ”مونږ هغه مُلک وکتلو چې زرخېز او آباد وو او دا يې لږه شان مېوه ده.
کالب هغه خلق غلى کړل کومو چې د موسىٰ خِلاف شکايتونه کول او وې وئيل، ”راځئ چې په هغه مُلک حمله وکړُو او وې نيسو، ځکه مونږ ښۀ تکړه يُو او ورباندې برے موندے شُو.“
او د نون زوئ يشوَع او کالب د يفُنه زوئ چې د نورو کسانو سره هغه مُلک کتلے وو، نو هغوئ هغه دوه کسان وُو چې د خفګان نه يې خپلې جامې وشلولې
هغوئ چې هلته کومه مېوه وموندله نو لږه يې ترې نه راوړه او هغوئ وفرمائيل چې مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک چې کوم مُلک مونږ له راکوى هغه ډېر آباد دے.
هغوئ جواب ورکړو، ”راځئ چې په ليس حمله وکړُو. مونږ هغه مُلک وليدو او هغه ډېر ښۀ وو. دلته هسې مۀ ايسارېږئ. زر شئ. او هغه مُلک ونيسئ.