6 او د نون زوئ يشوَع او کالب د يفُنه زوئ چې د نورو کسانو سره هغه مُلک کتلے وو، نو هغوئ هغه دوه کسان وُو چې د خفګان نه يې خپلې جامې وشلولې
چې کله روبين واپس کوهى ته راغلو او وې ليدل چې يوسف هلته نۀ وو، نو هغۀ د خفګان په وجه خپلې جامې وشلولې.
يعقوب د خفګان نه خپلې جامې وشلولې او د ټاټ جامې يې واغوستلې. د زوئ په غم کښې هغه ډېرې ورځې غمژن وو.
د هغۀ وروڼو د خفګان نه خپلې جامې وشلولې، خرونه يې بار کړل او ښار ته واپس شول.
بيا داؤد يوآب او د هغۀ سړو له حُکم ورکړو چې خپلې جامې وشلوئ، د ټاټ جامې واغوندئ او په ابنير ماتم وکړئ. او د جنازې سره داؤد بادشاه په خپله د تابوت نه وروستو روان وو.
نو اِلياقيم، شبناه او يوآخ د خفګان نه خپلې جامې وشلولې او هغوئ لاړل او چې د اسور آفسر څۀ وئيلى وُو هغه يې بادشاه ته ووئيل.
نون او يشوَع.
نو بيا ايُوب پاڅېدو، خپله چُوغه يې وشلوله، خپل سر يې کل کړو او په زمکه باندې يې سجده ولګوله.
کالب هغه خلق غلى کړل کومو چې د موسىٰ خِلاف شکايتونه کول او وې وئيل، ”راځئ چې په هغه مُلک حمله وکړُو او وې نيسو، ځکه مونږ ښۀ تکړه يُو او ورباندې برے موندے شُو.“
د يهوداه قبيلې نه، کالب زوئ د يفُنه،
د اِفرائيم قبيلې نه، هوسيع زوئ د نون،
خو زما خِدمتګار کالب د نورو په شان نۀ دے او هغۀ په پوره توګه زما تابعدارى کړې ده، نو زۀ به دے هغه مُلک له راولم کوم چې هغۀ ليدلے دے او هغه مُلک به د هغۀ د اولاد شى
ما دا وعده کړې وه چې تاسو به هلته اوسېږئ، خو د کالب او يشوَع نه بغېر به هيڅ څوک هم نۀ ورننه وځى.
په هغه دولسو جاسوسانو کښې صِرف يشوَع او کالب ژوندى پاتې شول.
بيا موسىٰ او هارون د هغه خلقو په وړاندې په زمکه را پرېوتل.
او خلقو ته يې وفرمائيل، ”کوم مُلک چې مونږ وکتلو هغه ډېر زيات ښۀ مُلک دے.
په دې وينا مشر اِمام خپله چُوغه وشلوله او وې وئيل چې، ”دے خو کُفر وائى. د دې ګستاخۍ نه پس هم د نورو ګواهانو حاجت شته څۀ؟ تاسو په خپله دا کُفر واورېدو.
په دې وينا مشر اِمام خپله چُوغه وشلوله او وې وئيل چې، ”دے خو کُفر وائى. د دې ګستاخۍ نه پس هم د نورو ګواهانو حاجت شته څۀ؟
خو کله چې برنباس او پولوس په دې خبر شُو نو خپلې جامې يې وشلولې او خلقو ته يې ورمنډې کړې او چغې يې کړې چې،
يوه ورځ د يهوداه د قبيلې څۀ خلق په جِلجال کښې يشوَع له راغلل. د هغوئ نه يو کس د يفُنه قنزى زوئ کالب هغۀ ته وفرمائيل، ”تا ته پته ده چې مالِک خُدائ په قادِس برنيع کښې د خُدائ پاک بنده موسىٰ ته زما او ستا په حقله څۀ فرمائيلى وُو.
يشوَع او د بنى اِسرائيلو مشرانو د غمه جامې وشلولې او د مالِک خُدائ د لوظ صندوق په مخکښې يې ځانونه په زمکه باندې پړمخې راوغورزول او تر ماښامه پورې هلته پراتۀ وُو، د هغوئ په سرونو کښې خاورې وې چې د هغوئ خفګان ترې نه څرګندېدو.
کله يې چې هغه وليده، نو هغۀ د خفګان نه خپلې جامې وشلولې او وې وئيل، ”اے زما لورې، زۀ خو به تباه او برباد شم. ما چې د مالِک خُدائ سره کوم لوظ کړے دے، زۀ خو هغه نۀ شم ماتولے.“