45 بيا عماليقيان او کنعانيان لاندې راغلل کوم چې هلته اوسېدل او هغوئ له يې شکست ورکړو او د حُرمه پورې يې وزغلول.
هغۀ له دې د تُورې خولۀ پڅه کړې ده، او په جنګ کښې دې د هغۀ ملګرتيا کړې نۀ ده.
نو ځکه هغۀ وفرمائيل، ”د مالِک خُدائ جنډا اوچته ونيسئ. مالِک خُدائ به د همېشه دپاره د عماليقيانو خِلاف جنګ جارى ساتى.“
عماليقيان د هغه مُلک په صحرا کښې اوسيږى، حِتيان، يبوسيان او اموريان د غرونو په مُلک کښې اوسيږى، او کنعانيان د مديترانى د سمندر او د اُردن سيند سره اوسيږى.“
کله چې تاسو د عماليقيانو او کنعانيانو سره مخامخ شئ، نو تاسو به په جنګ کښې ووژلے شئ، مالِک خُدائ به ستاسو مل نۀ وى، ځکه چې تاسو د هغۀ د تابعدارۍ نه اِنکار کړے دے.“
مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل
مالِک خُدائ د هغوئ آواز واورېدو او په کنعانيانو يې بريالى کړل. نو بنى اِسرائيلو هغوئ او د هغوئ ښارونه تباه کړل او په هغه ځائ يې حُرمه نوم کېښودو.
نو په هغه غرونو کښې چې کوم اموريان اوسېدل هغوئ ستاسو خِلاف لکه د مچو په شان راووتل. هغوئ د حُرمه پورې په تاسو پسې وُو او هلته يې د غرونو په مُلک ادوم کښې شکست درکړو.
ولې زرو کسانو د يو کس نه شکست وخوړو، او ولې لسو زرو صِرف دوه کسانو نه شکست وخوړو؟ مالِک خُدائ، د هغوئ خُدائ پاک، هغوئ پرېښى وُو، خُدائ تعالىٰ د هغوئ نه مخ اړولے وو.
د عى سړى د ښار د دروازې نه په هغوئ پسې شول او د کانونو پورې ورپسې لاړل او د غونډۍ په لاره باندې يې ترې نه تقريباً شپږ دېرش کسان ووژل. نو بنى اِسرائيلو حوصله بائيله او ويرېدل.
د يهوداه خلق د شمعون خلقو سره لاړل او هغوئ په شريکه کنعانيانو له شکست ورکړو، کنعانيان د صِفت په ښار کښې اوسېدل. هغوئ په پوره توګه ښار تباه کړو او حُرمه نوم يې پرې کېښودو.
په هغه وخت کښې داؤد او د هغۀ سړو په جسوريانو، جرزيانو، عماليقيانو باندې حملې کولې، چې هغوئ د ډېر وخت نه په هغه علاقه کښې اوسېدل. هغۀ به تر شور او لاندې مِصر پورې حملې کولې.
او د حُرمه، د بورعسان، او د عتاک د ښارونو خلقو له،
فلستيانو حمله وکړه او د يوې لوئې جګړې نه پس هغوئ بنى اِسرائيلو له شکست ورکړو او تقريباً څلور زره سړى يې د جنګ په مېدان کښې ووژل.