44 خو هغوئ زړَور روان وُو چې د غرونو مُلک ته وخېژى، اګر چې نۀ د مالِک خُدائ د لوظ صندوق او نۀ موسىٰ د خېمو نه ورسره تلے وو.
کله چې خلق د مالِک خُدائ د غرۀ سينا نه روان شول، هغوئ درې ورځې سفر وکړو. د مالِک خُدائ د لوظ صندوق به همېشه د هغوئ نه مخکښې تلو چې د هغوئ دپاره د دمې کولو ځائ پېدا کړى.
کله چې تاسو د عماليقيانو او کنعانيانو سره مخامخ شئ، نو تاسو به په جنګ کښې ووژلے شئ، مالِک خُدائ به ستاسو مل نۀ وى، ځکه چې تاسو د هغۀ د تابعدارۍ نه اِنکار کړے دے.“
خو کۀ يو کس قصداً ګناه وکړى، کۀ هغه د خپل مُلک يا د پردى مُلک وى، نو د ګناه په وجه هغۀ د مالِک خُدائ بېعزتى کړې ده او هغه به وژلے شى،
موسىٰ هغوئ د اِلىعزر اِمام زوئ فينحاس د مشرۍ لاندې جنګ له ولېږل، هغۀ د مقدسو سامانونو او د بيګلو ذمه وارى واخستله چې د اِشارو دپاره غږولے شول.
مالِک خُدائ چې څۀ فرمائيلى وُو نو هغه ما تاسو ته وفرمائيل، خو تاسو هغې ته هيڅ توجو ورنۀ کړه. تاسو د هغۀ خِلاف سرکشى وکړه او د خپل غرور سره د غرونو مُلک ته روان شوئ.