40 بل سحر وختى هغوئ د غرونو مُلک ته روان شول، هغوئ ووئيل، ”اوس به مونږ هغه مُلک ته لاړ شُو چې د کوم په حقله مالِک خُدائ مونږ ته فرمائيلى دى. مونږ دا منو چې مونږ ګناه کړې ده.“
دا يو ډېر لوئ مصيبت دے چې په مخ د زمکې کيږى، د هر ژوندى هم يو قِسمت دے يعنې مرګ. د دې نه علاوه، د ټولو خلقو زړونه د بد کارۍ نۀ ډک دى او د ژوندون په دوران کښې د هغوئ په زړونو کښې بېوقوفتوب وى او بيا دوئ مړۀ شى.
خو کۀ يو کس قصداً ګناه وکړى، کۀ هغه د خپل مُلک يا د پردى مُلک وى، نو د ګناه په وجه هغۀ د مالِک خُدائ بېعزتى کړې ده او هغه به وژلے شى،
بلعام د مالِک خُدائ فرښتې ته ووئيل، ”ما ګناه کړې ده. ما ته پته نۀ وه چې تۀ زما د ايسارولو دپاره په لاره کښې ولاړه يې، خو کۀ ستا خوښه نۀ وى نو زۀ به نۀ ځم او واپس به خپل کور ته لاړ شم.“
خو چې کله د کور مالِک راپاڅى او د خپل کور دروازه بنده کړى کۀ تاسو بهر ولاړ يئ او دروازه ټکوئ او مِنت کوئ چې مالِکه، مونږ ته دروازه کولاو کړه. خو هغه به جواب درکړى چې زۀ خو تاسو نۀ پېژنم چې تاسو څوک يئ.
تاسو ووئيل، موسىٰ، مونږ د مالِک خُدائ خِلاف ګناه کړې ده. خو اوس به مونږ حمله وکړُو، چې څنګه مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک مونږ ته حُکم کړے دے. بيا ستاسو هر يو کس د جنګ دپاره تيار شو، خيال مو دا وو چې د غرونو مُلک قبضه کول به آسان کار وى.
مالِک خُدائ چې څۀ فرمائيلى وُو نو هغه ما تاسو ته وفرمائيل، خو تاسو هغې ته هيڅ توجو ورنۀ کړه. تاسو د هغۀ خِلاف سرکشى وکړه او د خپل غرور سره د غرونو مُلک ته روان شوئ.