Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




شمېر 14:4 - Pakistani Yousafzai Pashto

4 نو هغوئ يو بل ته ووئيل، ”راځئ چې يو مشر خوښ کړُو او مِصر ته واپس لاړ شُو.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




شمېر 14:4
11 Iomraidhean Croise  

خو د دې په ځائ به مِصر ته لاړ شُو، چرته چې به مونږ د جنګونو، د جنګ د بيګل آوازونو او قحط نه آزاد شُو،


بلکې ټوله مياشت به يې خورئ، چې ستاسو د پوزو نه بهر راوځى او زړۀ به مو ترې موړ شى. هم داسې به وشى ځکه چې تاسو د مالِک خُدائ سپکاوے کړے دے کوم چې دلته ستاسو په مينځ کښې دے او تاسو هغۀ ته دا شکايت کړے دے چې مونږ ولې مِصر پرېښودلے دے.“


بيا موسىٰ او هارون د هغه خلقو په وړاندې په زمکه را پرېوتل.


د لوط ښځه راياده کړئ.


خو زمونږ پلار نيکونو د هغۀ مشرى ونۀ منله. هغوئ هغه رد کړو او د هغوئ زړۀ وو چې مِصر ته واپس لاړ شى.


هغه بادشاه به د ځان دپاره ډېر آسونه نۀ ساتى او هغه دې خلق مِصر ته نۀ لېږى چې آسونه په پېسو واخلى، ځکه چې مالِک خُدائ فرمائيلى دى چې د هغۀ خلق به هيڅکله واپس هلته نۀ ځى.


مالِک خُدائ به تاسو په سمندرى جهاز کښې واپس مِصر ته ولېږى، اګر چې هغۀ فرمائيلى وُو چې تاسو به هيڅکله هلته بيا نۀ ځئ. هلته به تاسو دا کوشش وکړئ چې خپل ځانونه په دشمنانو باندې غلامان خرڅ کړئ، خو هيڅ څوک به تاسو نۀ اخلى.“


کۀ هغوئ د هغه مُلک ارمان کولو د کوم نه چې هغوئ راوتلى وُو، نو هغوئ ته د واپس تللو موقع وه.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan