Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




شمېر 14:32 - Pakistani Yousafzai Pashto

32 تاسو به دلته په دې صحرا کښې مړۀ شئ.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




شمېر 14:32
7 Iomraidhean Croise  

نو هغۀ خپل لاس اوچت کړو او دوئ ته يې قسم وخوړو چې هغه به دوئ په دې دشته بيابان کښې مړۀ کړى،


تاسو به مړۀ شئ او ستاسو لاشونه به په صحرا کښې خوارۀ وارۀ پراتۀ وى. ځکه چې تاسو زما خِلاف شکايت کړے دے، ستاسو يو کس به هم هغه مُلک ته ورننه نۀ وځى چې عُمر يې د شلو کالو نه زيات وى.


په دې سړو کښې يو کس هم نۀ وُو چې د سينا په بيابان کښې موسىٰ او هارون په وړومبۍ مردم‌شمارۍ کښې شمېرلى وُو.


مالِک خُدائ فرمائيلى وُو چې هغوئ ټول به په صحرا کښې مړۀ شى، نو د يفُنه د زوئ کالب او د نون زوئ يشوَع نه بغېر ټول مړۀ شول.


مالِک خُدائ بنى اِسرائيلو ته په قهر وو او څلوېښت کاله يې په بيابان کښې سرګردانه کړى وُو تر دې پورې چې هغه ټول نسل مړ شو چا چې مالِک خُدائ نارضا کړے وو.


خو په هغوئ کښې د ډېرو نه خُدائ پاک راضى نۀ وو نو ځکه د هغوئ لاشونه په بيابان کښې خوارۀ وارۀ شول.


او خُدائ پاک د چا نه تر څلوېښتو کالو پورې خفه وو؟ ولې دا هغوئ نۀ وُو، چا چې ګناه وکړه او د چا مړى چې په بيابان کښې پراتۀ وُو؟


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan