31 تاسو وئيلى وُو چې ستاسو ماشومان به ونيولے شى، خو زۀ به هغوئ هغه مُلک ته راولم چې تاسو يې مخالفت کړے دے.
بيا يعقوب هغۀ له روټۍ او څۀ ښوروا ورکړه. هغۀ خوراک څښاک وکړو او بيا پاڅېدو او لاړو. نو داسې عِيسو د خپلې مشرۍ حقُونو ته سپک وکتل.
هغوئ د کنعان مُلک قبضه کړو، هلته چې کوم خلق اوسېدل تۀ په هغوئ باندې غالِب راغلې. تا خپلو خلقو له هغه طاقت ورکړو چې د هغوئ سره هغه شان کار وکړى چې څۀ يې خوښه وى څوک چې د کنعان بادشاهان او خلق وُو.
دوئ بيا د هغه ښۀ مُلک نه نفرت شروع کړو، او دوئ د هغۀ په وعده يقين نۀ کولو.
تاسو زما ټول نصيحتونه نظر انداز کړل او زما اصلاح کول مو رد کړل،
دوئ زما نصيحت رد کړو، کله چې مې اصلاح کوله نو دوئ ما ته هيڅ توجو رانۀ کړه.
ما د هغوئ بچو ته په صحرا کښې وفرمائيل چې، د خپل پلار نيکۀ د رِواج پيروى مۀ کوئ او مۀ د هغوئ په قانون عمل کوئ او مۀ د هغوئ په بُتانو خپل ځان پليتوئ.
مالِک خُدائ مونږ هغه مُلک ته ولې بوځى؟ مونږ به په جنګ کښې ووژلے شُو او زمونږ ښځې او بچى به ونيولے شى. دا به ښۀ نۀ وى څۀ چې واپس مِصر ته لاړ شُو؟“
حصرون او کرمى.
په دې سړو کښې يو کس هم نۀ وُو چې د سينا په بيابان کښې موسىٰ او هارون په وړومبۍ مردمشمارۍ کښې شمېرلى وُو.
خو هغوئ يې هيڅ پرواه ونۀ کړه، يو خپل پټى ته لاړو او بل خپلې سوداګرۍ پسې لاړو.
وګورئ اے سپکو خلقو، حېران او تباه شئ، ځکه چې زۀ به ستاسو د ژوند په دوران کښې يو داسې کار وکړم چې تاسو به پرې يقين نۀ کوئ کۀ تاسو ته وئيلے شوى هم وى.“
بيا مالِک خُدائ مونږ ټولو ته وفرمائيل چې، ستاسو واړۀ بچى به هغه مُلک ته ورننه وځى، چې هغوئ په ښۀ او بد نۀ پوهيږى. هغه ماشومان چې تاسو ووئيل چې ستاسو دشمنان به يې ونيسى. زۀ به هغوئ له هغه مُلک ورکوم او هغوئ به يې قبضه کوى.
د دغه سړو زامن هيڅکله سنت شوى نۀ وُو بلکې دا هغه نوے نسل وو کوم چې يشوَع سنت کړل.