28 اوس هغوئ له دا جواب ورکړه، زۀ ژوندے مالِک خُدائ په خپل ذات قسم کوم، چې زۀ به ستاسو دپاره هم هغه شان وکړم څۀ چې تاسو زما په وړاندې وئيلى دى.
هغوئ دې په خپلو سترګو خپله تباهى وګورى، او د قادر خُدائ غصه دې تېره کړى.
نو هغۀ خپل لاس اوچت کړو او دوئ ته يې قسم وخوړو چې هغه به دوئ په دې دشته بيابان کښې مړۀ کړى،
نو ما په خپله غصه کښې قسم وخوړلو چې، ”کله به هم هغوئ زما په آرام کښې داخل نۀ شى.“
ځکه چې زۀ مالِک خُدائ يم او زۀ چې څۀ ووايم هغه به پوره شى، او هغه به نور ايسار نۀ شى، اے سرکشه بنى اِسرائيله، بېشکه زۀ به ستاسو په ژوند کښې خپله خبره وکړم او هغه به پوره هم کړم. ما، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې وفرمائيل.“
نو کله چې خلقو د خپلو تکليفونو په حقله مالِک خُدائ ته شکايتونه شروع کړل، نو مالِک خُدائ دا واورېدل، نو هغه سخت غصه شو او په خلقو يې اور راولېږلو او اور د هغوئ خِلاف بل وو او د کېمپ بهرنى اړخ يوه برخه يې وسوزوله.
هغوئ د موسىٰ او هارون خِلاف شکايت وکړو او وې وئيل، ”دا به ډېره ښۀ وے چې د مِصر په مُلک کښې يا دلته په دې صحرا کښې مړۀ وے.
خو زما دې په خپل ذات او جلال قسم وى د کوم جلال نه چې ټوله زمکه ډکه ده،
هغوئ به هيڅکله هم هغه مُلک ته دننه نۀ شى د کوم چې ما د هغوئ د پلار نيکۀ سره لوظ کړے دے. هغه هيڅ څوک به هم ورننه نۀ وځى چا چې زما سپکاوے کړے دے.
کله چې موسىٰ بنى اِسرائيلو ته هغه څۀ وفرمائيل څۀ چې مالِک خُدائ فرمائيلى وُو، نو هغوئ ډېر غمژن شول.
”دوئ زما په لاره روان نۀ دى، نو زۀ قسم کوم چې کوم خلق د مِصر نه راوتلى دى هغه يو سړے به هم هغه مُلک ته ورننه نۀ وځى چې عُمر يې شل کاله يا د دې نه زيات وى چې د کوم مُلک لوظ ما د اِبراهيم، اِسحاق او د يعقوب سره کړے وو.
مالِک خُدائ ستاسو شکايتونه واورېدل او په غصه شو، نو هغۀ دا قسم وخوړو او وې فرمائيل،
ستاسو د دې بدعمله نسل نه يو کس به هم هغه زرخېز مُلک ته ورننه نۀ وځى چې د کوم د ورکولو لوظ ما ستاسو پلار نيکۀ سره کړے دے.
دا د هغې نه اتۀ دېرش کاله پس وُو چې مونږ د قادِس برنيع نه تلى وُو. د هغه نسل د جنګ ټول سړى مړۀ شوى وُو، لکه څنګه چې مالِک خُدائ فرمائيلى وُو.
مالِک خُدائ هغوئ له تر هغه سزا ورکوله چې هغوئ ټول د قوم نه ختم شوى نۀ وُو.
څنګه چې په حقيقت سره زۀ ژوندے خُدائ پاک يم، زۀ خپل لاس اوچتوم او په خپل ذات قسم خورم
او خُدائ پاک د چا نه تر څلوېښتو کالو پورې خفه وو؟ ولې دا هغوئ نۀ وُو، چا چې ګناه وکړه او د چا مړى چې په بيابان کښې پراتۀ وُو؟