Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




شمېر 14:22 - Pakistani Yousafzai Pashto

22 چې د دې خلقو نه يو کس به هم هغه مُلک ته داخل نۀ شى. هغوئ زما د حضور جلال او هغه معجزې هم ليدلې دى چې ما په مِصر کښې او په صحرا کښې کړې دى، خو هغوئ بيا بيا زما د صبر امتحان اخستے دے او زما د منلو نه يې اِنکار کړے دے.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




شمېر 14:22
31 Iomraidhean Croise  

د شلو کالو نه زۀ ستا په کور کښې يم. څوارلس کاله ما ستا د دوو لوڼو او شپږ کاله ستا د رَمو دپاره، ستا خِدمت کړے دے. او بيا هم، تا لس ځل زما مزدورى بدله کړه.


خو بيا هم هغۀ زۀ دوکه کړم او لس ځل يې زما مزدورى بدله کړې ده. خو خُدائ پاک هغه ما ته څۀ نقصان رسولو ته پرې نۀ ښودلو.


تا لس ځلې زما بې‌عزتى کړې ده، تۀ چې ما له کوم تکليف راکوې په هغې تۀ شرمېږې نۀ څۀ؟


خو په هغه بيابان کښې دوئ شهوت پرستى شروع کړه، او په دې يې د خُدائ پاک صبر وآزمائيلو.


نو هغۀ خپل لاس اوچت کړو او دوئ ته يې قسم وخوړو چې هغه به دوئ په دې دشته بيابان کښې مړۀ کړى،


او په بيا بيا يې په خُدائ پاک باندې آزمېښت وکړو، دوئ د اِسرائيلو مقدس ذات خفه کړو.


دوئ موسىٰ ته ووئيل، ”په مِصر کښې اديرې نۀ وې څۀ چې تا دې صحرا ته د مړ کېدو دپاره راوستلى يُو؟ ګوره، دا تا څۀ کړى دى چې مونږ دې د مِصر نه راوويستلو.


نو خلق موسىٰ ته وغورېدل او ورته يې ووئيل، ”مونږ به څۀ څښو؟“


هلته په بيابان کښې دوئ ټول د موسىٰ او هارون خِلاف وغورېدل


نو په دې وجه خلق د موسىٰ سره په جګړه شول او وې وئيل، ”مونږ له د څښلو اوبۀ راکړه.“ موسىٰ دوئ ته وفرمائيل، ”تاسو ولې ما سره په جګړه يئ؟ تاسو ولې مالِک خُدائ په آزمېښت کښې اچوئ؟“


خو خلق ډېر تږى وُو او موسىٰ ته وغورېدل. دوئ ووئيل، ”تا مونږ ولې د مِصر نه راوويستلو؟ د دې دپاره چې مونږ، زمونږ بچى او زمونږ څاروى د تندې نه ووژنې؟“


نو هغۀ په دغه ځائ مسه (يعنې آزمېښت) او مريبه (يعنې جګړه) نوم کېښودو، ځکه چې بنى اِسرائيل په جګړه شول او مالِک خُدائ يې په آزمېښت کښې واچولو چې وې وئيل، ”مالِک خُدائ زمونږ مل دے کۀ نۀ دے؟“


چې کله خلقو وليدل چې موسىٰ د غرۀ نه راکوز نۀ شو او ډېر وخت يې هلته تېر کړو، نو هغوئ په هارون راغونډ شول او هغۀ ته يې ووئيل، ”مونږ نۀ پوهيږو چې په دې سړى، موسىٰ څۀ وشول، چې مونږ يې د مِصر نه راوويستلو، مونږ له معبودان جوړ کړه چې مونږ ته لارښودنه کوى.“


دوئ موسىٰ او هارون ته ووئيل، ”مالِک خُدائ دې په خپله ستاسو عدالت وکړى او سزا دې درکړى ځکه چې تاسو د فِرعون او د هغۀ د درباريانو په زړُونو کښې نفرت پېدا کړے دے. تاسو هغۀ له زمونږ د قتل بهانه ورکړې ده.“


اګر چې تاسو ډېر څۀ ليدلى دى، خو تاسو څۀ توجو نۀ ده ورکړې، اګر چې ستاسو غوږونه خبره واورى، خو تاسو يې نه اورئ.


بادشاه د عقل او پوهې په هره مسئله کښې به چې کله د هغوئ نه تپوس کولو، نو هغۀ هغوئ د خپل سلطنت د ټولو جادوګرو او نجوميانو نه لس چنده هوښيار بياموندل.


نو اوس مونږ مغروره خلقو ته بختور وايو. يقيناً چې بدعمله خلق ترقى کوى، او تر دې چې هغوئ څوک چې د خُدائ پاک مقابله کوى سزا نۀ ګورى.“


نو کله چې خلقو د خپلو تکليفونو په حقله مالِک خُدائ ته شکايتونه شروع کړل، نو مالِک خُدائ دا واورېدل، نو هغه سخت غصه شو او په خلقو يې اور راولېږلو او اور د هغوئ خِلاف بل وو او د کېمپ بهرنى اړخ يوه برخه يې وسوزوله.


د پردى مُلک څۀ مسافرو د بنى اِسرائيلو سره سفر کولو. د هغوئ غوښې ته ډېر زيات زړۀ وشو او هم داسې په خپله بنى اِسرائيلو هم شکايت شروع کړو او وې وئيل، ”کاش چې لږه غوښه خو وے.


بيا موسىٰ يوه حبشۍ ښځه وادۀ کړه، نو مريم او هارون په دې وجه په هغۀ اِعتراض وکړو.


مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ”دا خلق به تر کومې پورې زما نه نفرت کوى؟ او په ما باندې به اعتماد نۀ کوى، اګر چې د هغوئ په مينځ کښې ما ډېرې معجزې کړې دى؟


هغوئ د موسىٰ او هارون خِلاف شکايت وکړو او وې وئيل، ”دا به ډېره ښۀ وے چې د مِصر په مُلک کښې يا دلته په دې صحرا کښې مړۀ وے.


خو صرف د يفُنه زوئ کالب قنزى او د نون زوئ يشوَع د زړۀ د اخلاصه په مالِک خُدائ پسې روان وُو.“


عيسىٰ جواب ورکړو چې، ”صحيفې دا هم وائى چې، تاسو په خپل مالِک خُدائ پاک آزمېښت مۀ کوئ.“


خو په هغوئ کښې د ډېرو نه خُدائ پاک راضى نۀ وو نو ځکه د هغوئ لاشونه په بيابان کښې خوارۀ وارۀ شول.


مونږ دې د مسيح آزمېښت ونۀ کړُو لکه څنګه چې په هغوئ کښې ځينو کړے وو او بيا مارانو هلاک کړل.


دا خبره مۀ هېروئ چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک په بيابان کښې تاسو څنګه غصه کړو. د هغه ورځې نه واخله چې تاسو په کښې د مِصر نه راووتلئ تر ننه پورې چې دلته راورسېدلئ، تاسو د هغۀ خِلاف بغاوت کړے دے.


چرته چې ستاسو پلار نيکۀ زما جاج او آزمېښت وکړو او تر څلوېښتو کالو پورې هغوئ زما کارونه وليدل.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan