2 هغوئ د موسىٰ او هارون خِلاف شکايت وکړو او وې وئيل، ”دا به ډېره ښۀ وے چې د مِصر په مُلک کښې يا دلته په دې صحرا کښې مړۀ وے.
الياس په بيابان کښې ټوله ورځ مزل وکړو. هغۀ مزل بس کړو او د جارُو د ونې د سورى لاندې کښېناستو او هغۀ غوښتل چې مړ شى. هغۀ ووئيل، ”مالِکه خُدايه، بس دے، ما ووژنه، زۀ د خپل پلار نيکۀ نه ښۀ نۀ يم.“
زۀ د پېدا کېدو په وخت ولې مړ نۀ شوم، او د زيږېدنې په وخت مردار ولې نۀ شوم؟
دوئ بيا د هغه ښۀ مُلک نه نفرت شروع کړو، او دوئ د هغۀ په وعده يقين نۀ کولو.
هغوئ به په خپلو خېمو کښې غورېدل او د مالِک خُدائ تابعدارى يې ونۀ کړه.
د دوئ د خاطره هغۀ خپل لوظ ځان ته راياد کړو او هغۀ خپله فېصله د ابدى مينې په سبب بدله کړه.
دوئ موسىٰ ته ووئيل، ”په مِصر کښې اديرې نۀ وې څۀ چې تا دې صحرا ته د مړ کېدو دپاره راوستلى يُو؟ ګوره، دا تا څۀ کړى دى چې مونږ دې د مِصر نه راوويستلو.
نو خلق موسىٰ ته وغورېدل او ورته يې ووئيل، ”مونږ به څۀ څښو؟“
خو خلق ډېر تږى وُو او موسىٰ ته وغورېدل. دوئ ووئيل، ”تا مونږ ولې د مِصر نه راوويستلو؟ د دې دپاره چې مونږ، زمونږ بچى او زمونږ څاروى د تندې نه ووژنې؟“
نو اوس، اے مالِکه خُدايه، ما مړ کړه، ځکه چې د دې ژوند نه به مرګ ښۀ وى.“
کله چې نمر راوختلو، نو خُدائ پاک د مشرق د طرف نه توده هوا راولېږله، او د يُونس په سر نمر دومره تېز لګېدو چې هغه ګرمۍ ووهلو. هغۀ مرګ وغوښتو، او وې فرمائيل چې، ”د دې ژوند نه به زما دپاره مرګ ښۀ وى.“
نو کله چې خلقو د خپلو تکليفونو په حقله مالِک خُدائ ته شکايتونه شروع کړل، نو مالِک خُدائ دا واورېدل، نو هغه سخت غصه شو او په خلقو يې اور راولېږلو او اور د هغوئ خِلاف بل وو او د کېمپ بهرنى اړخ يوه برخه يې وسوزوله.
کۀ تۀ زما سره هم دغه شان سلوک کوې، نو په ما رحم وکړه او ما ووژنه، کۀ تۀ زما نه رضا يې، نو ما د خپل غم ليدلو نه وساته.“
په مِصر کښې چې مونږ کوم کبان غوښتل هغه مو خوړل او مونږ ته مفت مِلاوېدل. هغه بادرنګ، هِندوانې، ګندانه، پياز او اوږه راياده کړئ چې مونږ به خوړل؟
بيا ټوله شپه خلقو په چغو چغو وژړل.
چې د دې خلقو نه يو کس به هم هغه مُلک ته داخل نۀ شى. هغوئ زما د حضور جلال او هغه معجزې هم ليدلې دى چې ما په مِصر کښې او په صحرا کښې کړې دى، خو هغوئ بيا بيا زما د صبر امتحان اخستے دے او زما د منلو نه يې اِنکار کړے دے.
دا څۀ وړه خبره ده چې مونږ تا د هغه زرخېز او آباد مُلک نه د دې دپاره راويستلى يُو چې په دې صحرا کښې مو ووژنې؟ تۀ په مونږ باندې روب اچول غواړې څۀ؟
خو په ورپسې ورځ ټول قوم موسىٰ او هارون ته وغورېدو او وې وئيل، ”تاسو د مالِک خُدائ خلق وژلى دى.“
نو موسىٰ بنى اِسرائيلو ته وفرمائيل چې داسې وکړئ او د هغوئ هر يو مشر هغۀ له يوه امسا ورکړه، چې د هرې قبيلې دپاره يوه يوه وه، دا ټولې دولس وې او په دې دولسو امساګانو کښې يوه امسا د هارون وه.
چرته چې هغوئ خېمې لګولې وې هلته اوبۀ نۀ وې، نو خلق په موسىٰ او هارون باندې راغونډ شول
او هغوئ وغورېدل چې، ”دا به ښۀ وے چې مونږ د خپلو بنى اِسرائيلو سره د مالِک خُدائ د خېمې په مخکښې مړۀ شوى وے.
تاسو مونږ دې صحرا ته د دې دپاره راوستلى يُو چې دلته د خپلو څاروو سره مړۀ شُو؟
او د خُدائ پاک او موسىٰ خِلاف يې خبرې شروع کړې. هغوئ ووئيل، ”تاسو مونږ ولې د مِصر نه راوويستلو د دې دپاره څۀ چې په دې صحرا کښې مړۀ شُو، چرته چې نۀ روټۍ شته او نۀ اوبۀ شته؟ نور مونږ دا بېکاره خوراک نۀ شُو برداشت کولے.“
او تاسو شکايت ونۀ کړئ لکه څنګه چې په هغوئ کښې ځينو کړے وو او بيا د هلاکت فرښتې هغوئ هلاک کړل.
تاسو يو بل ته وغورېدئ او ومو وئيل، مالِک خُدائ زمونږ نه نفرت کوى. هغۀ مونږ د مِصر مُلک نه صِرف د دې دپاره راوويستلو چې اموريانو ته مو حواله کړى چې هغوئ مونږ ووژنى.
او چې کله هغۀ تاسو د قادِس برنيع نه د دې حُکمونو سره ولېږلئ چې لاړ شئ او هغه مُلک ونيسئ کوم يې چې تاسو له درکولو، نو تاسو د هغۀ خِلاف سرکشى وکړه، تاسو په هغۀ يقين ونۀ کړو او نۀ مو د هغۀ فرمانبردارى وکړه.
نو اوس دا څوک وو چا چې هغه آواز واورېدو او بيا هم سرکشه شول؟ دا هغوئ ټول نۀ وُو چا چې د موسىٰ په مشرۍ کښې مِصر پرېښودو؟
دا غورېدونکى او شکايت کوونکى خلق دى، هغوئ په خپلو خواهشاتو پسې روان دى، هغوئ د خپل ځان په حقله غټې غټې خبرې کوى او د خپل مقصد دپاره خلقو ته نرمې ګرمې خبرې کوى.