شمېر 14:19 - Pakistani Yousafzai Pashto19 او اوس مالِکه خُدايه، زۀ تا ته سوال کوم چې د خپلې لوئې او نۀ بدلېدونکې مينې په مطابق د دې خلقو ګناه معاف کړه، هم هغه شان څنګه چې تا هغوئ د مِصر د راوتلو نه تر اوسه پورې معاف کوې.“ Faic an caibideil |
هغۀ مالِک خُدائ ته دُعا وکړه، ”اے مالِکه خُدايه، ولې هم دا زما خيال نۀ وو چې تۀ به داسې کوى کله چې زۀ لا په خپل کور کښې وم؟ نو په هم دې وجه زۀ دومره زر ترسيس ته وتښتېدم. ما ته پته وه چې تۀ رحمان او رحيم خُدائ يې، تۀ په غصه کښې صبر کوونکے او د مينې نه ډک يې، داسې مالِک خُدائ يې چې په افت رالېږلو کښې خپله فېصله بدلوى.