17 نو اوس مالِکه خُدايه، زۀ سوال کوم چې مونږ ته خپل طاقت او هغه څۀ وښايه چې تا يې د ورکولو وعده کړې ده، کله چې تا وفرمائيل،
خو زۀ په خپله د قدرت نه، د مالِک خُدائ د روح نه، او د اِنصاف او د قوت نه معمور يم، چې يعقوب ته خپل جرمونه، او بنى اِسرائيلو ته خپله ګناه وښايم.
چې تا خپل خلق په صحرا کښې ووژل ځکه چې ستا طاقت نۀ وو چې هغوئ هغه مُلک له بوځې چې تا د ورکولو وعده کړې ده.
زۀ، مالِک خُدائ په آسانۍ سره نۀ غصه کېږم او زۀ نۀ ختمېدونکې مينه او وفادارى ښايم او زياتے او بغاوت معاف کوم. خو چې څوک ګناه کوى نو د هغوئ د ګناه سزا به د درېم او څلورم نسل پورې جارى وى.
نو دا ځکه چې تاسو په دې پوهه شئ چې اِبن آدم سره په دُنيا کښې د ګناهونو د بخښلو اختيار هم شته،“ نو هغه شل سړى ته يې وفرمائيل چې، ”پاڅه، بستره دې واخله او کور ته ځه،“
خلق په دې ننداره هيبت واخستل او بنى آدم ته په داسې اختيار ورکولو يې د خُدائ پاک ثنا ووئيله.